د لاس رسي وړ اتصالات

د ازبکستان له چارواکو سره د محب او ملابرادر لیده کاته


تصویر: ارشیف څخه اخیستل شوی
تصویر: ارشیف څخه اخیستل شوی

د افغانستان د ملي امنیت شورا مشاور حمدالله محب تاشکند ته تللی چې د ازبکستان له چارواکو سره وویني. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر له ملابرادر سره هم لیدلي دي.

د ملي امنیت د شورا په اعلامیې کې راغلي دي چې ښاغلی محب به د ازبکستان له لوړ پوړیو امنیتي چارواکو سره "د سولې بهیر، سیمه ییزو همکاریو" او همدغه راز " د دوه اړخیز امنیتي کمېسیون د چارو پرمختګ، چې د افغانستان او ازبکستان د مشترکو امنیتي همکاریو میکانیزم جوړوي، بررسي کړي."

د افغانستان د ملي امنیت مشاور حمد الله محب د دوشنبې په ورځ (مارچ۴) تاشکند ته ولاړ.

د ښاغلي محب تر دغه سفر لږ مخکې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي عصمت الله په قطر کې د طالبانو د سیاسي چارو له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره ولیدل.

د طالبانو اعلامیه کې راغلي چې دواړو خواوو د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې، خو د دغو خبرو پوره جزیات لا خپاره شوي نه دي.

د تاشکند کنفرانس

ازبکستان تر دې مخکې هم د افغانستان د سولې او اقتصادي برخو کې د مرستو او همکاریو ژمنې کړي دي.

څو میاشتې مخکې په تاشکند کې د ٢٣ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو په یو کنفرانس کې پر طالبانو غږ وکړ چې د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب ووايي. ولسمشر غني طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې د خبرو وړاندیز کړی دی.

په کنفرانس کې په دې ټېنګار وشو چې د افغانستان په سوله کې به ټول اړخونه "گټونکي" وي او دا معامله به هیڅ "بایلونکی" ونلري. د ازبکستان چارواکي وايي د تاشکند د کنفرانس د پرېکړه لیک د عملي کولو لپاره په قطر کې له طالب استازو سره یې تماسونه نیولي دي.

هغه مهال ملا شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو یو پلاوي هم په تاشکند کې د ازبکستان له چارواکو سره لیدلي وو.

د افغانستان د سولې عالي شورا دا د دغو خبرو هرکلی کړی و او دا خبرې یې د طالبانو او افغان حکومت د مخامخ خبرو د پیل لپاره د زمینې برابرولو لپاره یو ښه ګام بللی و.

XS
SM
MD
LG