د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: د سولې مرکچي پلاوي پر پراخولو کار روان دی


افغان حکومت وايي، د سولې په مرکچي پلاوي کې د پراختیا او لازمو تغیراتو پر راوستلو باندې کار روان دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دې اړه د افغانستان له سیاسیونو او نورو بېلابېلو اړخونو سره سلا مشورې رواني دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري د شنبې په ورځ د «کب پر۱۱مه» رسنیو ته په لېږلي غږ کې ویلي چې حکومت له هغوی غوښتي چې خپل لېست حکومت ته وړاندې کړي تر څو حکومت د دغو لېستونو په رڼا کې د سولې یو اغېرمن ټېم رامنځته کړي.

نوموړي زیاته کړې:"د سیاسیونو او د افغانستان د ټولنې له مختلفو اړخونو سره مشورې شوي او ورڅخه غوښتل شوي چې هغوی خپل لېست حکومت ته وړاندې کړي تر څو افغان حکومت د د غو لېستونو په رڼا کې چې د سولې په اوسني پړاو کې ولاړ یو د سولې یو اغېزمن مرکچي ټېم ان شاءالله رامنځته شي تر څو خبرې پر مخ یوسي."

افغان حکومت د تېر کال په نومبر میاشت کې له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو په هدف د سلام رحیمي په مشرۍ ۱۲ کسیز مرکچي‌ ټېم اعلان کړ.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي و چې دغه ۱۲ کسیز مذاکراتي ټېم به د افغان حکومت په مشرۍ له طالبانو سره خبرو کې برخه واخلي،خو طالبانو د تېر کال ډ‌سمبر میاشت په ابوظبۍ کې د افغان سولې په تړوا څلور اړخیزه غونډه کې له دغه ټېم سره له لیدنې ډډه وکړه.

دا په داسې حال کې ده د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي‌ استازي زلمي خلیلزاد د سولې په تړاو د خپل پنځم سفر په ترڅ کې د افغان حکومت په مشرۍ له بېلابېلو اړخونو څخه د یو تشکیل شوي پراخ مذکراتي ټېم پر رامنځته کولو ټینګار کړی و.

ارګ نن شنبه ویلي چې دوی د مرکچي پلاوي له اعلان سره سم د سولې پروسې ارزونه کړې وه او دایې ویلي و چې د دې ټېم په غړو کې زیاتوالی راتلای شي.

هارون چخانسوري ویلي:"افغان حکومت له هم هغه لومړې ورځې څخه چې مرکچي پلاوی یې اعلان کړی و د سولې د ټول بهیر ارزونه کړې وه چې په مختلفو پړاونو کې باید مرکچي پلاوی باید په کوم ترکیب سره اوسي، او اغېزمن توب ولري."

افغان حکومت پر داسې مهال د سولې د مرکچي پلاوي پراخولو خبر ورکوي چې نن شنبه په دوحه کې د افغان طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د سولې په تړاو پنځم پړاو خبرې روانې دي.

XS
SM
MD
LG