پاکستان په اسلام اباد کې د شانګهای سرمشریزې پرمهال درې ورځې رخصتي اعلان کړې

ټاکل شوې چې د شانګهای همکارۍ سازمان ۲۳مه دوه ورځنۍ سرمشريزه د اکتوبر پر ۱۵ او ۱۶په اسلام اباد کې جوړه شي. (عکس ارشیف)

د پاکستان مرکزي حکومت په اسلام اباد کې د شانګهای د سرمشریزې د غوندې پر مهال د اکتوبر له ۱۴ څخه تر ۱۶ (تلې ۲۳ تر ۲۵) پورې په پلازمېنه اسلام اباد او ورسره جوخت ښار راولپينډۍ کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

د اکتوبر پر اوومه (تله ۱۶) مرکزي حکومت په خپره کړې اعلاميه کې د دې اقدام لامل د شانګهای همکارۍ سازمان راتلونکې سرمشريزه ياده کړې ده.

تر دې وړاندې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د اکتوبر له پنځمې (تله ۱۴) څخه د اکتوبر تر ۱۷ (تله ۲۶) پورې د اسلام اباد امنيتي چارې پوځ ته د سپارلو اعلان کړی وو. دغه وزارت د اکتوبر پر درېيمه (تله ۱۲) په يوه اعلاميه کې وويل چې د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې پر مهال به پوځ د پلازمېنې امنيت او نظم ساتي.

ټاکل شوې چې د شانګهای همکارۍ سازمان ۲۳مه دوه ورځنۍ سرمشريزه د اکتوبر پر ۱۵ او ۱۶(تله ۲۴ او ۲۵) په اسلام اباد کې جوړه شي.

شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شو چې نهه غړي لري. چين، روسیه، قرغيزستان، قازقستان، تاجیکستان او ازبیکستان د هغه سازمان لومړني غړي دي خو پاکستان، هند او ايران یې په ۲۰۱۷ کال کې غړيتوب تر لاسه کړ.

افغانستان، بېلاروس او منګوليا په سازمان کې د څارونکو هېوادونو په توګه غړیتوب لري، خو د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ وروسته چې طالبانو په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی تراوسه ددغه هیواد په استازیتوب په دې سازمان کې ګډون نه دی کړی.

افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روان ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې په نیمايي کې د د ریا نواستي (RIA Novosti) په نوم یوې روسیې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو چې په داسې حال کې چې د شنګهای د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په شورا کې اکثره غړي ددغه سازمان په فعالیتونو کې د طالبانو د ګډون سره موافق دي، خو د تاجیکستان مخالفت د شانګهای سازمان په فعالیتونو کې د طالبانو د ګډون مخه نیولې ده.

هغه هیله ښودلې وه چې تاجیکستان به ژر په دې اړه په خپل دریځ باندې بیا غور وکړي.

ښاغلي کابلوف ویلي: "روسیه او اکثریت ګډون کوونکي د تماس ددغه ګروپ د کار د بیرته پیلولو پلوي کوي. زمونږ تاجیک همکاران لا هم خاص ملاحظات لري، خو مونږ هیله لرو چې هغوی به ژر پر خپل دریځ باندې بیا غور وکړي".

شانګهای همکارۍ سازمان د سیمې د سياسي، امنيتي او اقتصادي اړوند برخو کې کار کوي.