د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د شانګهای د همکاریو سازمان اندیښنې د 'حقایقو په واقعي درک' سره حل کېدای شي


د شانګهای د همکاریو د سازمان د غړو هیوادونو بیرغونه
د شانګهای د همکاریو د سازمان د غړو هیوادونو بیرغونه

د طالبانو حکومت د شانګهای د همکاریو د سازمان د غړو هیوادونو په سرمشریزې کې د افغانستان وضعیت په اړه د ځینو هیوادونو اندیښنو ته په غبرګون کې ویلي،چې د دغو هیوادونو اندیښنې د حقایقو په واقعي درک سره حل کېدای شي.

د شانګهای د همکاریو د سازمان د غړو هیوادونو سرمشریزه د سه شنبې په ورځ د هند په کوربتوب په آنلین بڼه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د هند او پاکستان په ‌‎ګډون ځینو هیوادونو د افغانستان د روان وضعیت په ځانګړي ډول د ناامنیو د پراخیدو او امنیتي ګواښونو په اړه اندیښنې څرګندنې کړې .

ددې سرمشریزې په پای کې په خپور شوي ګډ پریکړه لیک کې په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت، چې د دغه هیواد د ټولو قومونو او مذهبي ډلو استازي په کې برخه ولري د جوړیدو اړتیا باندې ټینګار شوی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ جولای پنځم (چنګاښ ۱۴) په یو پریکړه لیک کې ویلي، چې د غړو هیوادونو اندیښنې د حقایقو په واقعي درک سره حل کېدای شي

دغه وزارت هیله ښودلې، چې ددغې سازمان په بله غونډه کې، چې ټاکل شوې قزاقستان کې به جوړه شي د طالبانو د حکومت استازو ته د ګډون زمینه هم برابره شي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د سیمې د امنيت د خونديتوب او د همکاریو د پراخوالي په اړه د ښې همږغۍ رامنځته کولو لپاره ددغسې غونډو جوړیدو هرکلی شوی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي: "په ورته ناستو کې د افغانستان (چې د ناظر په توګه یې غړیتوب لری) استازي ته د ګډون زمينه مساعدول خپل مسلم حق او نه شتون یې د هر اړخيزې همږغۍ پر وړاندې خنډ بولي، تر څو د نا امنیو د مخنیوي او مخدره توکو د قاچاق بندښت... همکاري او دوه اړخیز ډاډ رامنځ ته شي".

د هند صدراعظم نرېندرا مودي دې سرمشریزې ته په وینا کې خبرداری ورکړ او ویې ویل چې افغانستان د بې ثباتۍ د خپرېدو سرچېنه ده.

ښاغلي مودي وویل: "د افغانستان وضعیت زموږ د ټولو په امنیت اغیز کړی دی. د افغانستان په اړه د هند اندېښنې او هیلې د شانګهای د هکاریو د سازمانو د غړو سره مشترکې دي. د افغانستان د خلکو د ښیرازۍ لپاره باید ګډ کار وکړو."

مودي د کوم هېواد د نوم له اخیستلو پرته وویل چې ځينې هېوادونه له ترهګرۍ څخه په خپله ګټه کار اخلي. نوموړي ټېنګار وکړ چې د افغانستان له خاورې څخه نباید په نورو هېوادونو کې د ترهګریزو بریدونو لپاره کار واخیستل شي.

په دغې مجازي غونډې کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف له طالبانو سره په تعامل کې د "جدي بیا ارزونې" غوښتنه وکړه. نوموړي وویل چې نړیواله ټولنه د افغانستان په اړه بې حرکته پاتې شوې او په خبره یې باید دا وضعیت ژر بدل شي.

نوموړي ټېنګار وکړ چې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره حیاتي مرستو ته اړتیا ده.

هغه وویل: "نړیواله ټولنه باید په مانا داره ډول د افغانستان له حکومت سره تعامل وکړي چې نور ګامونه واخیستل شي. په همدې ډول، د افغانستان حکومت باید کلک ګامونه واخلي او دا اطمینان ترلاسه شي چې د افغانستان خاوره د هېڅ یوې ترهګرې ډلې د فعالیتونو لپاره نه استفاده کېږي."

پاکستان په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په وار وار دا خبره کړې ده چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې فعال دي او په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو د ډېروالي یو علت هم همدا دی.

خو طالبان وايي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې څخه د نورو په ضد کار واخلي.

تېرکال پاکستاني طالبانو د افغان طالبانو په منځګړتوب له اسلام اباد سره موقت اوربند وکړ چې بیا یې وروسته دا اوربند ختم کړ او د پاکستان د امنیتي ځواکونو په ضد یې د بریدونو د بیا پيلولو اعلان وکړ.

پاکستان د طالبانو په اولې دورې کې د دغې ډلې حکومت په رسمیت پېژنده، خو اوس چې له نړیوالو غواړي له دغې ډلې سره تعامل زیات کړي، د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني. مګر، په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د طالبانو په واک کې دی.

XS
SM
MD
LG