د لاس رسي وړ اتصالات

شي جينپينګ د شانګهای سازمان پر پياوړتيا ټينګار وکړ


د چین ولسمشر شي جینپینګ د روسیې، ایران او د شانګهای همکارۍ سازمان د نورو غړو هېوادونو له مشرانو وغوښتل چې اړیکې پیاوړې کړي او د بندیزونو په وړاندې مقاومت وکړي.

د شانګهای همکارۍ سازمان ۲۲مه سرمشریزه د سه شنبې په ورځ جولای څلورمه (چنګاښ ۱۳) په انلاین بڼه د هند د صدراعظم نرېندرا مودي په کوربه توب پیل شوه.

په غونډه کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغه سازمان له غړو مننه وکړه چې په روسیې کې د وروستي ناکام وسله وال بغاوت پر مهال یې د مسکو ملاتړ وکړ.

چین او روسیې په وروستیو کلونو کې اقتصادي همکارۍ او ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې کړي دي، او ستراتیژیکي ملګرتیا یې تیر کال په اوکراین باندې د مسکو له یرغل وروسته پیاوړې شوې ده.

د چین دولتي خبري اژانس سینهوا وویل چې، شي جینپینګ د سرمشریزې په جریان کې "د سیمه ایزې سولې د ساتنې او ګډ امنیت د تضمین لپاره د هڅو غوښتنه وکړه" او ددې سازمان پر غړو هیوادونو یې غږ وکړ چې "خپل پیوستون ته وده ورکړي."

که څه هم چین وايي د اوکراین په شخړه کې بې طرفه پاتې شوی، خو لویدیځو هېوادونو پر بیجینګ نیوکه کړې چې د روسیې د یرغل له غندلو ډډه کوي.

په روسیه کې د واګنر اجیر ګروپ د مشر یوګیني پریګوژین لخوا د تیرې میاشتې د لنډمهاله پاڅون وروسته، په لومړي ځل ددغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوې نړیوالې غونډې کې ګډون وکړ.

پوتین سرمشریزې ته په انلاین وینا کې وویل: "روسیه په ډاډه زړه مقاومت کوي او د بهرنیو فشارونو، بندیزونو او پارونو پر وړاندې به مقاومت ته دوام ورکړي."

هغه زیاته کړه: "زه غواړم د شانګهای د همکارۍ سازمان له غړو همکارو هیوادونو څخه مننه وکړم چې د اساسي قانون او د اتباعو د ژوند او امنیت د ساتنې لپاره د روسیې د مشرتابه له اقداماتو ملاتړ کوي."

د بروکېنګز څېړنیز مرکز غړی ټانوي ماډان وايي: "د شانګهای د همکاریو سازمان د روسیې لپاره داسې یو دریځ دی چې په ترڅ کې یې وښيي مسکو نه دی منزوي شوی، هغه څه چي د دوی په وینا، متحده ایالتونه او اروپايي ټولنه یې هڅه کوي."

د شانګهای همکارۍ سازمان ۲۲مه سرمشریزه د سه شنبې په ورځ په انلاین بڼه د هند د صدراعظم نرېندرا مودي په کوربه توب پیل شوه.
د شانګهای همکارۍ سازمان ۲۲مه سرمشریزه د سه شنبې په ورځ په انلاین بڼه د هند د صدراعظم نرېندرا مودي په کوربه توب پیل شوه.

د شانګهای د همکارۍ سازمان په روانه غونډه کې ایران ته ددغه سازمان د نهم غړي هېواد په توګه هرکلی ووایه. قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، تاجیکستان او ازبیکستان هم ددغه سازمان دایمي غړي دي.

د شانګهای په تیرو غونډو کې پر امنیتي او اقتصادي همکاریو، د ترهګرۍ سره پر مبارزې، د نشه يي توکو پر قاچاق، اقلیمي بدلون او د افغانستان پر اوضاع بحث او خبرې اترې شوې دي.

د روانې سرمشریزې د اجنډا یو بحث د افغانستان په هکله دی. د سیمې یو شمېر هېوادونو واردمخه د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د شانګهای سازمان سرمشریزه کې د افغانستان مسله

د سیاسي چارو شنونکی محمد اسحاق اتمر وايي، هند او د شانګهای ځینې نور غړي هېوادونه اندېښنه لري چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې پیاوړي شوي او لازم تجهیزات او امکانات په لاس ورغلي دي.

ښاغلی اتمر وايي: "د شانګهای غړي هیوادونه اوس په دغسې یوې تګلارې باندې کار کول غواړي چې د هغه په نتیجه کې څنګه وکولی شي دوی ددغو ترهګرو ډلو نه ځان وساتي."

د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د سیمې هېوادونو د افغانستان د وضعیت په اړه په پرله پسې ډول اندېښنه ښودلې ده. د مرکزي اسیا هېوادونه وېره لري چې د طالبانو تر سیوري لاندې د داعش په شمول یو شمېر ترهګرۍ ډلې فعالیت کوي او ددغو ډلو فعالیت د هغوی د ملي امنیت لپاره خطر رامنځته کوي.

د شانګهاي د همکاریو سازمان د روسیې او چین په ګډو هڅو رامنځته شوی او موخه یې داده چې له ختیځي اسیا څخه تر هند سمندر پورې د لویديځ د ملګرتیاوو مخه ډب کړي.

کله چې تېره میاشت د شانګهای د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په هند کې غونډه وکړه نو په عام محضر کې یې د اوکراین د جګړې په اړه ډېر څه ونه ویل. کارپوهان وايي چې ځینې هېوادونه د خوراکي او نفتي توکو د نه خوندیتوب له کبله اندېښمن دي.

د وېلسن د څېړنیز مرکز د سویلي اسیا د څانګې مشر مایکل کوګلمن وايي: "دا د هند لپاره یو ښه فرصت دی چې وښيي څومره چې متحده ایالتونو ته نږدې کېږي په هماغه اندازه هڅه کوي له روسیې او چین سره هم په اړیکو کې انډول وساتي، البته چې بالاخره چین د هند لوی رقیب ګڼل کېږي."

افغانستان په دغه سرمشریزه کې د څارونکي په توګه منل شوی و خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې دریځ ناڅرګند دی او تراوسه په دغه ډول غونډو کې طالبانو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

XS
SM
MD
LG