فرانسې د اسامه بن لادن زوی ته له دغه هېواد څخه د وتلو امر کړی

عمر بن لادن په فرانسه کې د نقاشۍ کاروبار کاوه.

فرانسوي چارواکو د القاعده شبکې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن زوی عمر بن لادن ته امر کړی چې له دغه هیواد څخه ووځي.

د فرانسې د کورنیو چارو نوي وزیر برونو روتیو سه شنبې اکتوبر اتمه (تلې ۱۷) وویل فرانسې دا پرېکړه په ټولنیزو رسنیو کې د عمر بن لادن د پوسټونو له کبله کړې ده.

د ۴۳ کلن عمر بن لادن په سعودي عربستان کې پیدا شوی، هلته یې خپل لومړني کلونه تېر کړي او وروسته په سودان او افغانستان کې اوسېدلی دی. هغه په ۱۹ کلنۍ کې خپل پلار پریښود او بالاخره په ۲۰۱۶ کې د شمالي فرانسې په نورمانډي کې میشت شو او د نقاشۍ په برخه کې یې کار پیل کړ.

روتیو د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې عمر بن لادن د خپلې بریتانوۍ میرمنې سره د نورمانډي په اورن کې ژوند کاوه. هغه ویلي چې عمر بن لادن "په ۲۰۲۳ کې په ټولنیزو شبکو کې داسې تبصرې پوسټ کړې چې د تروریزم ملاتړ ښيي."

روتیو لیکلي چې له همدې کبله د اورن مشرتابه د فرانسې له خاورې څخه د هغه د وتلو امر صادر کړی دی. هغه زیاته کړه: "محکمو د دې اقدام قانونيت تائید کړی چې د ملي امنیت د ګټو په پام کې نیولو سره اخیستل شوی دی."

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر دا هم وویل چې هغه داسې یو سند لاسلیک کړی چې "د هر دلیل له مخې" فرانسې ته د عمر بن لادن د بیرته ستنیدو مخه نیسي.

هغه نور جزئیات ورنه کړل او دا هم څرګنده نه ده چې ایا عمر بن لادن مخکې له فرانسې وتلی او که نه.

عمر بن لادن له بریتانوۍ جین فیلیکس براون سره واده کړی چې له نوموړي څخه ۲۰ کاله مشره ده، لمسیان لري او پنځه ځله طلاقه شوې ده. په ۲۰۰۷ کې د دواړو د واده له تائید کېدو وروسته دغې موضوع ته د رسنیو زیات پام واوښت.

عمر بن لادن له بریتانوۍ جین فیلیکس براون سره واده کړی چې له نوموړي څخه نږدې دوه لسیزې مشره ده

د عمر بن لادن سره له واده وروسته براون پر ځان باندې د زینه محمد نوم کېښود. عمر بن لادن غوښتل چې په بریتانیا کې ژوند وکړي، خو بریتانوي چارواکو د هغه غوښتنه رد کړه.

د اسامه بن لادن په اړه ګمان کیږي چې له ۲۰ زیات اولادونه لري. هغه په خپله د یو شتمن کس زوی و چې په سعودي عربستان کې یې ساختماني شرکتونه لرل.

اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ کال کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې ووژل شو.

روتیو چې په اوړي کې د فرانسې له مقننه ټاکنو وروسته د ښي اړخ پلوي صدراعظم میشل بارنیه په حکومت کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه ګمارل شوی، پتېیلې ده چې په فرانسه کې د کډوالۍ او جرمونو د مخنیوي په برخه کې "نظم" راولي.