نجونو نړیواله ورځ؛ ملګرو ملتونو د ۱۱۲۰ ورځو لپاره د افغان نجونو د ښوونځیو پر تړلو خپګان ښودلی

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې ۱۱۲۰ ورځې کیږي چې طالبانو د ۱۲ کلنو د عمر څخه د لوړ عمرلرونکې نجونې په ښوونځیو کې له زده کړو منع کړي دي.

د نجونو د نړیوالې ورځې سره هممهاله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشې ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا انتبایوا په یوه اعلامیه کې د طالبانو د حکومت له خوا د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې ۱۱۲۰ ورځو لپاره د نجونو د ښوونځیو په تړلو خپګان ښودلی او له طالبانو څخه یې د نجونو پر وړاندې د خپلې تګلارې د بدلولو غوښته کړې ده.

یوناما د جمعې په ورځ اکتوبر ۱۱(تلې ۲۰) په یو خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د هرې ورځې په تیریدو د افغان نجونو ژوند ته لا ډیر زیان رسیږي او افغانستان، بیا رغونې، سولې او سوکالۍ ته د رسیدلو لپاره مخ په وړاندې نه، بلکې مخ په شا روان دی.

میرمن اوتنبایوا ویلي: "مونږ په افغانستان کې دغه ارزښتناکه ورځ په ډیر خپګان سره نمانځو، ځکه چې واکمنو چارواکو [طالبانو] د ۱۱۲۰ ورځو څخه راپدیخوا د ۱۲ کلنو څخه د زیات عمر لرونکو نجونو پرزده کړو باندې بندیز لګولی دی. دا یوازې میلیونونو نجونو لپاره نه، بلکې د کورنیو، ټولنو او د ټول هیواد لپاره د درې کلنو څخه د زیاتو فرصتونو د ضایع کیدو په معنی دی".

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشې ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا انتبایوا په دغه اعلامیه کې د طالبانو له چارواکو غوښتي چې د نجونو پر وړاندې دې خپله تګلاره بدله کړي.

میرمن اوتنبایوا ویلي: "زه ددغه فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره یو ځل بیا له واکمنو چارواکو [طالبانو] څخه غواړم، چې خپله تکلاره بدله کړي. زه د افغانستان له ښځو او نجونو سره ژمنه کوم چې موږ به هیڅکله د هغوی لپاره د خپل غږ د اوچتولو څخه لاس وانخلو، حتی کله چې نور د هغوی د جوپتیا هڅه وکړي".

د ۲۰۱۱ کال د ډسمبر د میاشتې په ۱۹ ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې د ۶۰/۱۷۰ پریکړه لیک تصویب کړ، چې له مخې یې د اکتوبر ۱۱ د "نجونو د نړیوالې ورځې" په توګه وپیژندل شوه ، ترڅو د نجونو د حقونو او د هغوی ځانګړې ستونزې چې په ټوله نړۍ کې نجونې ورسره مخ دي وپیژندل شي.

د ۲۰۲۴ کال لپاره ددې ورځې د نمانځلو موضوع "راتلوونکې لپاره د نجونو لید لوری" ټاکل شوی چې هم د بیړني اقدام او هم د تلپاتې هیلو لپاره د اړتیا ښکارونديي کوي.

ملګري ملتونه وايي چې د نجونو نننی نسل په غیر متناسب ډول له نړیوال اقلیمي، شخړو، نیستۍ، ناورینونو او د بشري حقونو او جنسیتي برابرۍ په برخو کې په سختو لاس ته راوړنو په وړاندې د خڼد له امله اغیزمن شوی دی.

طالبان چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته رسیدلي د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې یې د نجونو پر زده کړو د بندیز سربیره د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د میاشتې له ۲۴ ورځې راهیسې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې له زده کړو منع کړي او هم یې پر ښځو او نجونو د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د هغوی پر کار بندیزونه لګولي دي.

طالبانو همداشان د تیرو دریو کلنو په موده کې په پرله پسې ډول په ټولنه کې د ښځو او نجونو پر بشري حقونو باندې محدودیتونه لګولي او هغوی یې په عام ژوند کې څنډې ته کړي دي.

په دې برخه کې په یو تازه اقدام کې د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون توشیح کړی چې په افغانستان کې پر خلکو په ځانګړي ډول نجونو او ښځو باندې محدودیتونه لا زیات کړي دي.

دا قانون چې څلور فصله او ۳۵ مادې لري د جولاې د میاشتې په ۳۱ مه ملاهبت الله اخوندزاده توشیح کړی او د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت له خوا د اګست په ۲۱ په رسمي جریده کې خپور کړی دی. د امر بالمعروف نوی قانون د طالبانو د محتسبینو له خوا پلی کیږي، چې په کې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې ټاکل شوي دي.

ددې قانون په ۱۳ ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرأت په ‌کې شامل دي په مجموع کې په عام محضر کې لوړغږ ویل عورت بلل شوي او منع شوي دي. همداشان په دې قانون کې د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم ضروري ګڼل شوي دي.

طالبانو د بشري حقونو د بنسټونو په ګډون د نړیوالې ټولنې د پرله پسې غوښتنو سره سره تر اوسه نجونو ته د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د زده کړو اجازه نه ده ورکړي، بلکې له خپلې پریکړې یې دفاع هم کړې ده. طالبانو حکومت ویلي چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز موقتي بڼه لري.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم د اګست ۲۵ (سنبلې څلورم) کابل کې یوې غونډې ته ویلي چې د ښځو او نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو د ډلې دریځ د شریعت سره په تضاد کې نه دی، بلکې کوم څه چې شرعي نظام په دې اړه پریکړه کوي په هکله به یې هماغسې پریکړه وشي.

ندا محمد ندیم وویل: "دا یوه حساسه مسله ده، مختلف ابعاد لري، دا چې په دې تړاو په اونیو او میاشتو کې پریکړه وشي امکان نه لري."

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وویل چې په دې اړه د دیني عالمانو څیړنې لا هم روانې دي که چیرې په څیړنو کې دیني عالمانو ته دا ثابته شي چې د ښځو زده کړې په دې ډول جایزې دي ورته به اجازه ورکړل شي او که نه د ښځو او نجونو پرمخ به د روزنیزو ادارو دروازې همداسې بندې پاتې شي.

د طالبانو د حکومت دغه چارواکي په وینا هرهغه څه چې شریعت په دې برخه کې حکم وکړي د دغې ډلې حکومت به هم هغه پریکړه عملي کړي.

هغه وویل: " که چیرې یو څوک پیدا شي چې د حنفي فقې په رڼا کې دا ثابته کړي او دغه وزارت ته راشي مونږ سره مسله شریکه کړي چې په دې کتاب کې د ښځو د زده کړو لپاره اجازه شته دی، زه باور لرم دا مسله حل کیږي، خو د رسنیو پر وړاندې د عامو روایتونواو څرګندونو له لارې د ښځو د زده کړو مسله نشی حل کیدلی."

خو د ښځو او نجونو د زده کړو څخه د ملاتړفعالان وايي چې طالبان اصلآ نه غواړي چې له شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.