په افغانستان کې د طالبانو له خوا په طبي انستیتیوتونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز ته د نړیوالو غبرګونو په دوام د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) هم پر دغې پریکړې ژوره خواشیني ښودلې او ویلي دي چې د افغان میرمنو او نجونو د زده کړو حق یوځل بیا د سخت ګواښ سره مخ شوی دی.
دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ ډسمبر پنځم (لیندۍ ۱۵) په یوه اعلامیه کې په طبي انستیتیوتونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز د "تمې پر خلاف او په ژوره توګه د اندیښنې وړ" بللی دی.
د اسلامي همکارۍ سازمان په دغه اعلامیه کې ویلي: "دا پریکړه نه یوازې د افغان میرمنو پر اساسي حقونو باندې یوه ناهیلې ضربه ده، بلکې ممکن د افغانستان روغتیايي سیستم ته چې له زیاتو ګواښونو سره مخ دی هم زیانونه ولري."
د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت معین بخت الرحمن شرافت کابل کې دغه وزارت کې د طبي انستیتیوتونو د مشرانو سره په یوه غونډه کې هغوی ته ویلي چې د دسمبر درېیمه (لیندۍ ۱۳مه) وروسته په طبي انستیتیوتونو (قابله ګۍ، د غاښونو پروتیز، نرسینګ، لابراتوار) ته د نجونو محصلینو په شمولیت او روانو درسونو بندیز لګیدلی دی.
خو د طالبانو حکومت تر اوسه دا پریکړه چې ویل کېږي د دغه ډلې د مشر، ملا هبتالله آخندزاده په امر شوې، په رسمي ډول نه ده تائید کړې.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په کابل او یو شمیر ولایتونو کې په خصوصي طبي انسیتیوتونو کې په لسګونو زرو نجونو زده کړې کولې.
اسلامي همکارۍ سازمان له طالبانو غوښتي چې ددغې ډلې حکومت باید "په اسلام کې د ښځو د حقونو په تړاو د اسلامي همکارۍ سازمان د پریکړه لیک پراساس" اقدام وکړي.
د طالبانو له خوا په طبي انستیتیوتونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز ته د اسلامي همکارۍ سازمان د غبرګون دمخه دغې پریکړې ته د ملګرو ملتونو په ګډون په نړیواله کچه غبرګونونه ښودل شوي او د طالبانو دا پریکړه یې غندلې ده.
د امریکا غبرګون
دغې پریکړې ته د غبرګونونو په دوام د افغان میرمنو او نجونو په ګډون د بشري حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم غبرګون ښودلی او ددغې پریکړې د غندلو ترڅنګ یې ددې پریکړې د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.
میرمن امیري ویلي چې د طالبانو له خوا په طبي څانګه کې پر ښځو او نجونو دا بندیز به د ښځو او میندو په ګډون افغاسنتان کې د روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاس رسي مخه ونیسي. میرمن امیري د طالبانو دا اقدام "غیر انساني" بللی او ویلي دي چې دا پریکړه به د افغان میرمنو او ماشومانو ژوند د جدي ګواښونو سره مخ کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې همداشان ویلي چې د نړیوالې ټولنې د فشارونو سره سره طالبانو په څه باندې دریو کلنو کې د ښځو د حقونو څخه سرغړونو ته دوام ورکړی او په دغه موده کې یې په افغانستان کې په پرله پسې ډول د جنسیت پر بنسټ توپیري چلند او پالیسو ته دوام ورکړی دی.
میرمن امیري ویلي: "د طالبانو سیاستونه او د فرمانونو صادرول دا واضح کوي چې هغوی [طالبان] نړیوالو ژمنو ته د افغانستان د رعایتولو نیت نلري".
د معترضو افغان میرمنو غوښتنې
د ارغوني شنبو د ورځو په نوم د ښځو د حقونو یو خوځښت په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو د محدودیتونو دوام باندې اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې طالبان د ټولنیز او سیاسي اړخه د افغان میرمنو په برمته کولو سره د باج د اخیستلو په لټه کې دي.
ددغه خوځښت اړوند ځینو معترضو ښځو په ځینو ولایتونو کې د امنیتي دلایلو له مخې په سرپټو ځایونو کې د طالبانو ددې پریکړې د غندنې لپاره اعتراضي غونډې جوړې کړي دي او ددغو غونډو په ترڅ کې یې ویلي چې طالبانو په تیرو څه باندې دریو کلنو کې په سیستماتیک ډول افغان میرمنې د خپلو اساسي حقونو څخه محرومې کړي دي.
دغه خوخښت په یوه اعلامیه کې ویلي: "مونږ د افغانستان په دننه کې ښځې په دې ټینګار کوو، چې د اوښکو هر څاڅکی او د عذر هره کلیمه یوازې اوازونه دي چې د مبارزې د غږ پر وړاندې غوږ ته نه رسیږي او د افغانستان انساني او اسلامي حقونو او ازادۍ د کموالي سیاستونه په ځانګړي ډول د ښځو لپاره څو محدودو حقونو یا "یوه مړۍ ډوډۍ" هغوی په سنتي او تبعیض امیز ډول ساتلي دي... په شدت ډول لرې کوي".
دغو معترضو ښځو د طالبانو ددغو اقداماتو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا او د جرمونو د نړیوالې محکمې هاګ د اقداماتو غوښتنه کړې ده او د ټولو هیوادونو څخه یې غوښتي چې د طالبانو له خوا پر افغان میرمنو او نجونو باندې د محدودیتونو پر وړاندې دې د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) ته شکایت وکړي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک د بیا ترلاسه کولو وروسته په دغه هیواد کې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی او هم یې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د ۲۴ وروسته په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
طالبانو نه یوازې د نجونو او ښځو د زده کړو ته د اجازې د ورکولو په اړه د نړیوالې ټولنې پرله پسې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی، بلکې د ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې د امربالمعروف قانون په نافذولو سره په تیرو څه باندې دریو کلنو کې د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې خپلو ټولو کړنو ته قانوني بڼه ورکړې او پر ښځو او نجونو باندې یې محدودیتونه لا پراخه کړي دي.