ناروي د پنجشنبې په ورځ، ډسمبر پنځمه (لیندۍ ۱۵) اعلان وکړ چې د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د چلند په اعتراض کې به د افغانستان هر نوي استازي ته چې د طالبانو د حکومت له خوا منصوب شي د اعتبار لیک ورکولو څخه ډډه وکړي.
تر دې وړاندې په اوسلو کې د افغانستان سفارت د پخواني افغان حکومت د چارواکو له خوا اداره کېده، خو د روان کال د سپټمبر په ۱۲مه وتړل شو.
د ناروې چارواکو هغه مهال اعلان کړی و چې د طالبانو د حکومت په غوښتنه یې د افغانستان سفارت تړلی دی.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیر سپن بارت اید ویلي، که طالبان غواړي نوی سفیر معرفي کړي، "موږ طالبانو ته څرګنده کړې چې په اوسلو کې د نوي افغان سفیر د منلو پوښتنه نشته."
هغه زیاته کړه: "په دې وروستیو کې نویو محدودیتونو (په افغانستان کې) په ځانګړې توګه افغانې ښځې او نجونې اغېزمنې کړې دي او له همدې امله ناروي له طالبانو سره خپلې اړیکې کموي."
هغه په یو بیان کې وویل چې ناروې یوازې یو افغان چارواکی د "قونسلګرۍ چارو، ویزې او نورو عاجلو مسلو" لپاره مني.
ناروي دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې یو شمېر رسنیو راپور ورکړ چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزیر بخت الرحمن شرافت د کابل د طبي موسسو له مسوولینو سره په کتنه کې ویلي چې له دې وروسته په تعلیمي موسسو کې د نجونو د نوم لیکل او د زده کړو دوام منع دي.
د طالبانو چارواکو تر اوسه په رسمي توګه دا پرېکړه چې ویل کېږي د دې ډلې د مشر ملا هبت الله اخندزاده په امر شوی نه ده تائید کړې او نه یې هم رد کړې، ده.
خو، طالبان د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې پوره یوه میاشت وروسته له دې چې په افغانستان کې یې واک ترلاسه کړ په منځني ښونځیو او لیسو کې د نجونو په زده کړه بندیز ولګاوه، او بیا د ۲۰۲۲ په دسمبر کې، نجونې او ښځې په پوهنتونونو کې له زده کړې منع کړې.
په تېرو درېیو کلونو کې، چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړی، هېڅ هېواد د دې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د ایران، پاکستان، چین او روسیې په ګډون یو شمېر هېوادونو طالبانو ته منصوب ډپلوماټان د افغانستان په سفارتونو او ډپلوماتیکو ماموریتونو کې کار کوي.
په لندن کې د افغانستان سفارت هم د سپټمبر په میاشت کې د طالبانو د چارواکو له خوا د دغه ماموریت د کارکوونکو له ګوښه کولو وروسته وتړل شو.
د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس خبري اژانس راپور کارول شوی.
اړوند
ډیر لوستل شوي
۱
فورم \ دبحث خونه