د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي چې افغانستان لا هم نړۍ کې یو ترټولو په ماینونو او ناچاودو توکو ککړ هیواد په توګه پاتې دی او ددغه هیواد د ۴۰۱ ولسوالیو دوه پر درېیمه برخه یې پر ماینونو او ناچاودو توکو ککړې دي، چې هره میاشت د ماشومانو په ګډون د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.
اوچا د پنجشنبې د ورځې ناوخته مارچ ۱۳( کب ۲۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو راپور کې ویلي چې اوس هم په افغانستان کې هره میاشت تر ۵۵ پورې کسان د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې مړه او یا ټپیان کیږي چې اکثره یې ماشومان دي.
اوچا ویلي: "د لسګونو کلنو جګړو افغانستان په نړۍ کې په ډیره لوړه کچه د ماینونو اود جګړو څخه پاتې ناچاودو توکو ککړ هیواد باندې بدل کړی، چې د افغانستان د ۴۰۱ ولسوالیو دوه پر درېیمه برخه یې پر ماینونو او ناچاودو توکو ککړې دي."
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د پروګرام د معلوماتو پراساس ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې ۳.۳ میلیونه وګړي پر ماینونواو ناچاودو توکو د ککړو سیمو په یو کیلو مترۍ کې اوسیږي، چې له امله یې خلکو په ځانګړي توګه ماشومانو ژوند د کنجکاوۍ او د ماینونو او ناچاودو توکو د خطر په تړاو د محدود پوهاوي او خبرتیا له امله د ګواښ سره مخ دی.
اوچا ویلي: "په خواشینۍ سره بې وزلۍ ډیر ماشومان د اوسپنو د کباړ راټولولو په څیر خطرناکو کارونو ترسره کولو ته اړ ایستلي دي، چې هغوی د چاودیدونکو توکو د چاودنو ګواښ سره لا مخ کوي".
ملګرو ملتونو ویلي چې د تیر ۲۰۲۴ کال د جنورۍ او نومبر میاشتو ترمنځ په افغانستان کې یې د چاودیدونکو توکو په چاودنو کې د ۴۸۳ ملکي وګړو تلفات ثبت کړي، چې ددغو پیښو ۸۳ فیصده یا د هرو لسو قربانیانو اته یې ماشومان وو.
اوچا ویلي چې ددغو چاودونو ۵۱ فیصده یې د ماشومانو د لوبو او نهه فیصده یې د اوسپنو د کباړ د ټولولو پر مهال شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې د معلوماتو پراساس ۹۱ فیصده دا پیښې د پخوانیو جګړو څخه د پاتې شویو چاودیدونکو توکو د چاودنو له امله رامنځ ته شوي دي.
ملګرو ملتونو په دې راپور کې د تیر ۲۰۲۴ کال د ډسمبر پنځمه ( لیندۍ ۱۵) د بادغیس ولایت د اب کمري ولسوالۍ کې د پخوانیو جګړو څخه د پاتې شوي یو ناچاودې لاسي بم چاودنې یادونه کړې چې د لوبو پر مهال پرې یوه پنځه کلنه نجلې ټپي شوې وه.
ملګرو ملتونو په دغه راپور کې د کندز په ولایت کې د ماینونو او ناچاودو توکو د پاکونې او د ماینونو او ناچاودو توکو د خطر په اړه د خلکو د پوهاوي او خبریتا د پروړګرامونو یادونه هم کړې ده.
ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو د خطر په اړه د پوهاوي د اړتیا یادونه په داسې حال کې کړې چې دمخه دغې ادارې په دغه هیواد کې د ماین پاکۍ د پروګرام لپاره د بودیجې د کمښت یادونه کړې وه.
اوچا فبرورۍ دوېیم ( سلواغې ۱۴) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي وو چې دا اداره په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو د پاکونې او ماینونو او ناچاودو توکو د خطر په اړه د پوهاوي د پروګرامونو لپاره ۲۱.۹ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د ځمکې د ماینونو څخه کار اخیستل د ۱۹۷۹ کال په وروستیو کې پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له یرغل وروسته پیل شو. هغه مهال ښکیلو ډلو په دغه هیواد کې د ماینونو د مختلفو ډولونو څخه د خپلو مخالفانو د ځپلو لپاره کار اخیسته، چې د کارپوهانو په باور، دا لړۍ لا هم دوام لري.
په افغانستان کې د ۱۹۸۹ کال راهیسې د ملګرو ملتونو له خوا د ماین پاکۍ پروګرام پیل شوی، چې لا هم دوام لري.
ملګري ملتونه وايي چې په تیرو څه باندې دوو لسیزو کې یې په افغانستان کې د ماین پاکۍ د موسسو له خوا نږدې ۱۳ میلیون ماینونه او ناچاودېدونکي توکي راټول شوي دي.
د ماین پاکۍ د موسسو مسوولین وايي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د ماین پاکۍ پروګرام سره نړیوالې مرستې کمې شوي دي.
اوس مهال د ماین پاکولو په برخه کې پنځه داخلي او دوه بهرنۍ ادارې فعالیت کوي.