د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۷ (لیندۍ اوه) اعلان وکړ چې د روان کال له وروستۍ میاشتې وروسته هېڅ افغان وګړی نه شي کولای له اجازتنامې پرته په اسلام اباد کې واوسي.
نقوي دا خبرې په اسلام اباد کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو د خواره واره کولو وروسته په یو خبري کنفرانس کې وکړي.
هغه وویل: «د ډسمبر له ۳۱مې نېټې وروسته هېڅ افغان له اجازتنامې پرته په اسلام اباد کې نه شي اوسېدای.» هغه وویل چې اجازتنامه به د اسلام اباد د انتظامي مشر (ډپټي کميشنر) څخه اخیستل کېږي.
هغه دا اعلان وروسته تر هغه وکړ چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند زرګونو پلويانو د خپل رهبر او د دغه هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان د خوشې کولو لپاره مظاهرې وکړې. دوی د یکشنبې په ورځ احتجاج پيل کړ او د سه شنبې په ورځ د بنديزونو او لارو بندېدو سربېره وتوانېدل اسلام اباد ته داخل شي.
خو د پاکستان پولیسو او امنیتي ځواکونو له خیبر پښتونخوا ايالت څخه اسلام اباد ته ورغلي احتجاج کوونکي خواره واره کړل.
د اسلام اباد د پولیسو مشر سید ناصرعلي رضوي په خبري کنفرانس کې ادعا وکړه چې په تېرو دریو ورځو کې ۹۵۴ احتجاج کوونکي نیول شوي چې ۵۶ یې افغانان دي، خو نوموړي په دې اړه نور تفصيل ورنه کړ.
په پېښور کې د سياسي چارو شنونکی شميم شاهد وايي چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير د افغانانو په اړه په بيان ورکولو سره خپله "ناکامي" پټوي.
هغه امريکا غږ ته وويل چې په پاکستان کې افغانان وار له مخه لا له ډېرې "بدې ورځې" سره مخامخ دي او د کوربه هېواد په سياسي چارو کې مداخله نه کوي.
نوموړي زياته کړه: "دا ټول زموږ د خيبر پښتونخوا پښتانه دي خو مرکزي حکومت يې د افغانانو په نوم نيسي. کله چې څوک د پوليسو يا د پنجاب د واکدارانو په ولکه کې راشي نو بيا دا ډېره ګرانه وي چې ځان سپين کړي، چې زه افغان نه يم او پاکستانی يم."
د شميم شاهد په وينا په اسلام اباد کې افغانان د ملګرو ملتونو د پرېکړه ليکونو له مخې اوسېږي او که هغوی اسلام اباد ته نه پرېښودل کېږي نو دا به له افغانانو سره ډېر "زياتی" وي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي تېره ورځ ادعا وکړه چې د پاکستان د تحریک انصاف د احتجاج پر مهال د نيمه پوځي ځواک درې سرتېري او يو پوليس وژل شوي، نو له همدې کبله یې د دغه ګوند د پلویانو په ضد عمليات وکړل.
بلخوا د تحریک انصاف غړي دا تور ردوي او خبریالانو ته یې په استول شوې اعلاميه کې ادعا کړې ده چې له پولیسو او امنیتي ځواکونو سره یې په اخ او ډب کې اته احتجاج کوونکي غړي وژل شوي دي.
د پېښور پوهنتون ښوونکی او د سياسي چارو شنونکی ډاکټر عرفان اشرف وايي چې دا اندېښنه شته چې د ډسمبر تر ۳۱ وروسته به په اسلام اباد کې نه يوازې افغانان تنګول کېږي بلکې عام پښتانه به هم د افغان کډوالو په نامه نيول کېږي.
نوموړي امريکا ته وويل چې د پاکستان حکومت په دې اعلان سره اسلام اباد ته د "ټولو پښتنو ورتګ ته مجرمانه بڼه" ورکوي. هغه زياته کړه: "کله چې پوځ يا پوليس څوک د افغان په نوم پورته کوي نو بيا يې پاسپورټ يا شناختي کارډ نه ګوري او چې څوک هم پښتو وايي نو دا حکومتي اعلان د هغه لپاره يو تهديد دی."
د ډاکټر عرفان اشرف په وينا په پاکستان کې دا لومړی ځل نه دی چې افغانان په لاقانونه کړنو تورنېږي بلکې تر دې وړاندې هم افغان کډوال په بېلا بېلو نومونو ځورول شوي دي.
د پاکستان حکومت د تېر ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې راهیسې له دغه هېواد څخه د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه چې لاهم دوام لري. د خپرو شویو راپورونو له مخې تراوسه په دغه موده کې له پاکستان څخه نږدې ۸۰۰زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.
پاکستان د بې اسناده کډوالو د شړلو د لړۍ تر پيلولو مخکې تور پورې کړی و چې په دغه هېواد کې په زياتره جرمونو کې افغانان لاس لري او دا چې افغان کډوال د پاکستان په اقتصاد بار دي، خو د دې لپاره يې کره شواهد نه وو وړاندې کړي.
ګڼو افغان کډوالو ادعا کړې وه چې د پاکستان پوليسو د قانوني اسنادو په درلودو سربېره هم نيولي او زنداني کړي دي. یو شمېر افغان کډوال وايي چې ځينو د پيسو په بدل کې ځانونه خلاص کړل او ځينې يې په زور افغانستان ته واستول شول. پاکستاني چارواکو بيا دا ډول ادعاوې ردوي.