د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو سه شنبې نومبر ۱۹ (لړم ۲۹)، د حماس ډلې لخوا د یرغمل شوو اسرائیلي وګړو د خوشې کولو لپاره جایزه اعلان کړه.
نتنیاهو ویلي، هر هغه څوک چې د حماس له منګولو څخه یو اسرائیلي یرغمل خلاص کړي، د پنځه میلیونه ډالرو جایزه او د غزې له کلابندې سیمې څخه د خوندي وتلو تضمین به ترلاسه کړي.
د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت په خپله رسمي ایکس پاڼه کې لیکلي، چې نتنیاهو دغه خبرې د نتساریم سیمې څخه چې د غزې شمال او جنوب سره بېلوي، د لیدنې پر مهال وکړې.
د اسرائیل صدراعظم خبرداری ورکړی: "حماس به په غزه کې نور حضور ونه لري. همدارنګه که څوک زموږ یرغمل شویو ته زیان ورسوي، وینه به د همغه کس پر غاړه وي. موږ به یې پیدا او سزا ورکړو. "
نتنیاهو زیاته کړه: "هر څوک چې یو یرغمل خلاص کړي، د پنځه میلیونه ډالرو جایزه او له غزې د خوندي وتلو اجازه به ترلاسه کړي."
د تیر کال د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل د حماس د برید وروسته، چې د اسرائیل د چارواکو په وینا شاوخوا ۱۲۰۶ کسان په کې ووژل شول او نږدې ۲۵۰ کسان ددغه ډلې لخوا یرغمال ونیول شول، اسرائیل ژمنه وکړه چې حماس به بشپړ له منځه یوسي.
له دې برید وروسته، د اسرائیل او حماس ترمنځ د نومبر په میاشت کې د اوو ورځو لنډمهاله اوربند پر مهال، د حماس ډلې ۱۰۵ یرغمل خوشې کړل، او اسرائیل په ځواب کې ۲۴۰ فلسطیني بندیان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، له خپلو زندانونو څخه ازاد کړل.
بلخوا اسرائیلي چارواکي پدې اند دي، چې حماس لا هم ۱۰۱ یرغمل د غزې په تړانګه کې ساتلي دي، چې ګڼ شمېر یې ښايي وژل شوي وي.
اسرائیل د حماس د تیر اکتوبر بریدونو په ځواب کې د غزې پر تړانګې، چې د حماس تر کنټرول لاندې ده، په پرلهپسې هوايي او ځمکنیو بریدونو کوي.
د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې تر اوسه ۴۳۸۴۶ فلسطینیان وژل شوي دي.