ملګري ملتونه: د اګست وروستۍ اونۍ کې 'هره ورځ ۱۴زره افغانان ایران او پاکستان ته مهاجر' شوي

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې له ایران څخه افغانستان ته په تیر ۲۰۲۳ کال کې نږدې یو میلیون افغان کډوال ستانه شوي چې ۶۰ فیصده یې له دغه هیواد څخه افغانستان ته شړل شوي وو.

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM)وايي چې د روان ۲۰۲۴ د اګست د میاشتې په وروستۍ اونۍ کې څه باندې ۹۶زره افغانان له خپل هیواد څخه ایران او پاکستان ته مهاجر شوي دي.

دغه سازمان ویلي دي چې په دغې ډلې کې یې ۶۷۹۴۴ افغانان ایران او ۲۶۰۶۳ یې پاکستان ته کډوال شوي. دغه سازمان وايي چې دا ارقام یې افغانستان ته د تګ راتګ د لسو لارو د څارنې د ټیمونو د راپور له مخې یې برابر کړي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان د یکشنبې په ورځ سپتمبر اتم ( وږي ۱۸) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور شوي راپور کې دا هم ویلي دي چې د اګست میاشتې په وروستۍ اونۍ کې له د ایران او پاکستان څخه څه باندې ۶۳زره افغانان بېرته خپل هیواد ته راستانه شوي دي. په دوی کې یې ۳۷۴۷۷ تنه یې له ایران او ۲۶۰۶۳ نور یې له پاکستان څخه راستانه شوي دي.

ددغه سازمان شمیرنې ښيي چې د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه د اګست ترمیاشتې پورې له ترکیې څخه هم ۱۶۲۵۷ تنه افغانستان ته ستانه شوي. د ایران او پاکستان وروسته په زیات شمیر افغان کډوال په ترکیه کې میشت دي.

د مهاجرت د نړیوال سازمان شمیرنې ښيي چې له افغانستان څخه ایران او پاکستان ته د تلونکو افغانانو د شمیر پرتله دغو هیوادونو څخه خپل هیواد ته د ستنیدونکو افغانانو شمیر زیات دی.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس محمودالحق احدي هم د اګست په ۱۱ (زمري ۲۱) کابل کې خبریالانو ته وویل چې له بهرنیو هیوادونو څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنیدلو بهیر دوام لري او د تیر یو کال په اوږدو کې یو میلیون او ۸۱۷ زره افغانستان د ایران او پاکستان په ګډون د څو نورو هیوادونو څخه خپل وطن ته ستانه شوي دي.

هغه وویل: "په تیر کال کې د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت په دې توانیدلی دی چې تقریبآ ۱۸ لکه او ۷۰ زره تنه کډوال د ګاونډیو هیوادونو لکه پاکستان، ایران او همدارنګه د یو شمیر نورو هیوادونو څخه خپل وطن ته استقبال او ښه راغلاست ویلی دی او خپلو منطقو ته رسیدلي دي."

په همدې حال کې ددغه وزارت مسلکي معین عبدالرحمان راشید وویل چې د جګړو او یو لړ نورو عواملو له امله بهر کې د میلیونو میشتو افغانانو ترڅنګ درې میلیونه افغانان دننه په افغانستان کې د خپلو مینو او سیمو هم بې ځایه شوي دي.

هغه وویل: " د یادولو ده چې اوس مهال اوه میلیونه کډوال په بهرنیو هیوادونو او په هیواد کې درې میلیونه په کوردننه بې ځایه شوي کسان لرو."

دمخه د مهاجرت نړیوال سازمان د اګست په میاشت کې په یو راپور کې ویلي و چې په تیرو نږدې پنځو کلنو کې له افغانستان څخه نږدې اته میلیونه افغانان ګاونډیو او اروپايي هیوادونو ته کډوال شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي: "د ۲۰۲۲ کال راهیسې نږدې اته میلیون افغانانو مهاجرت کړی، چې ۸۵ فیصده یې ګاونډیو هیوادونو عمدتا ایران او نږدې یو میلیون افغانانو اروپايي هیواد ته تللي دي. ایران ته ۷۵ فیصده تللي افغانان د کاري فرصتونو نشتون د مهاجرت د اساسي علت په توګه یاد کړی دی."

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د افغانستان اقتصاد په زیاته اندازه کوچنی شوی چې ورسره د لوږې کچه هم پورته تللې ده.

دغه سازمان د ۲۰۲۴ کال د لومړیو میاشتو د ارزونو پر اساس ویلي چې ددغه هیواد له نیمايي څخه زیات وګړي په لوږه کې ژوند کوي او نږدې ۳۶ فیصده خلک د خوراک لپاره کافي خواړه نلري

د مهاجرت نړیوال سازمان په دغه راپور کې ویلي چې د پاسپورټ او ویزې په اخیستلو کې د ستونزو له امله اکثره افغانان په غیر رسمي لارو بهرته سفر کوي او ددغو غیر رسمي لارو د نورو هیوادونو د سرحدونو څخه د تیریدلو لپاره انساني قاچاقبرانو ته پيسې ورکوي.

په دې راپور کې ویل شوي:" ددې لپاره چې د سفرمصرف پوره کړي بهر ته تلوونکي افغانان باید پیسې په پور واخلي او یا هم د خپلې کورنۍ ارزښت لرونکي توکي و پلوري. دا یو احساساتي دوه لارې کې بند پاتې کیدل دي ددې لپاره چې هغوی د پام وړ خطرونو او قربانیو پر وړاندې د احتمالي انعامونو باندې غور کوي".

په عین وخت کې د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې له ایران څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو شمیرهم ډیر لوړ دی او په تیر ۲۰۲۳ کال کې دغه سازمان له ایران څخه خپل هیواد ته د نږدې یو میلیون افغان کډوالو ستنیدل ثبت کړي چې ددغه شمیر ۷۰ فیصدو یې د اوسیدانې قانوني اسناد نلرل او ۶۰ فیصده یې له دغه هیواد څخه افغانستان ته شړل شوي وو.

مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د روان ۲۰۲۴ کال د مې د میاشتې پورې ۸۰۵ زره او ۸۲۵ ستنیدونکو افغان کډوالو سره یې ددغه سازمان د سرحدي مرکزونو له لارې مرستې کړي دي. په دې شمیر کې ۲۳ زره او ۲۹۸ د قانوني اسنادو نلرونکي افغان کډوال هم شامل وو.