د لاس رسي وړ اتصالات

خوست ته ستون شوی چرن لال خپله غصب شوې ځمکه غواړي


د خوست ولایت د اهل هنود د ټولنې غړی چرن لال
د خوست ولایت د اهل هنود د ټولنې غړی چرن لال

د خوست ولایت د اهل هنود د ټولنې غړی چرن لال خپل ولایت ته په دې هیله ستون شوی چې چارواکي به یې د غصب شوې ځمکې په خلاصولو کې ورسره مرسته وکړي.

چرن لال د هغو شاوخوا ۴۰۰ هندوانو د کورنیو څخه دی چې له نسلونو راهیسې په خوست کې اوسیدل، همدا خپل اصلي ټاټوبی بولي خو په وروستیو کلونو کې زیاترو یې د ناامنیو له کبله وطن پرې ایښی، هند، اروپا او د نړۍ نورو برخو ته کډوال شوي دي.

چرن لال امریکا غږ ته وویل: "زما خپله ځمکه په کونډیو کې ده اوس سړی وچ په وچه راغلی دی چې زه لار پکې باسم، زه ورته وایم قواله لري او که دي رانیولې ده؟ دا سړی هیڅ سند نلري، خو په وچ زور یې ځمکه نیولې ده."

چرن لال وايي د تېر په شان هغه کسانو چې ځمکې غصب کړیدي، اوس هم بېله کومه سنده چې په لاس کې یې ولري د ځمکو سپارلو ته حاضر ندي.

د تیر حکومت په وخت کې هم د خپلې غصب شوې ځمکې د خلاصولو لپاره د چرن لال هڅې بې نتیجې پاتې شوي دي.

هغه ویل: "زما دا اوم یا اتم کال دی چې د خپلې ځمکې د خلاصولو هڅه کوم، خو دا خلک کله یوه او کله بله بهانه کوي. کله وايي زموږ پلرنۍ ده او کله وايي موږ ګرو کړېده، خو حاضریږي نه."

د افغانستان لپاره د اسیا بنسټ مشر عبدالله احمدزی وايي، د افغان هندوانو او سیکانو ستونزې د ډاکټر نجیب الله د حکومت له ړنګېدو او د مجاهدینو له راتګ وروسته پیل شوې، د دوی ډېری شتمنۍ غصب شوې او د کار او زده کړو زمینې یې محدودې شوې.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه: "د طالبانو د لومړۍ دورې له سقوط وروسته هم د افغانستان د هندوانو او سیکانو د جایدادونو غصب دوام درلود؛ خو د جمهوریت په دوره کې د افغانستان د سیکانو او هندوانو د جایدادونو د بیرته ورکولو، ټولنیزو ازادیو او د هغوی د حیثیت د اعاده کولو لپاره کومه هڅه نه وه شوې او یا لږ تر لږه ما نده لیدلې او کوم سند هم پدې هکله نشته."

د طالبانو وړاندې حکومت په وخت کې هم د خپلې غصب شوې ځمکې د خلاصولو لپاره د چرن لال هڅې بې نتیجې پاتې شوي دي.
د طالبانو وړاندې حکومت په وخت کې هم د خپلې غصب شوې ځمکې د خلاصولو لپاره د چرن لال هڅې بې نتیجې پاتې شوي دي.

که څه هم چرن لال د خپلې ځمکې د خلاصولو له دې قضیې ستومانه ښکاري، خو د خوست ولایتي چارواکي د غصب شویو ځمکو د ستونزې د حل ډاډ څرګندوي.

د خوست مرستیال والي محبوب شاه قانت امریکا غږ ته وویل: "هر چا چې دا ځمکې غصب کړي وي، که چارواکی وي که زورواکه، دوئ کولایشی چې قانوني لاره اختیار کړي د خوست ولایتي اداره او محاکم د دوئ په خدمت کې دي او مراجعه دي وکړي."

نور شنونکي وايي که د اهل هنود او سیکانو د غصب شویو ځمکو ستونزه حل شي، دا افغانان به د افغانستان په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

د سیاسي چارو شنونکي سید بلال فاطمي امریکا غږ ته وویل: "افغان اهل هنود او سیکهان تر ډېره د ځمکو د غصب مسئلې ته خوښ ښکاري، که اسلامي امارت دا کار وکړي زه باور لرم چې دا وګړي به بیرته خپل وطن را ګرځي او د خپلې سوداګرۍ په مرسته به هیواد ته ګټه ورسوي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG