جرمني کې د ناټو هوايي اډې د 'ممکنه ګواښ' له کبله امنیتي احضارات سخت کړي

د جرمني د ګایلنکیرشن په هوايي اډې کې د ناټو د استخباراتي څار الوتکې ځای پرځای دي.

د جرمني په ګایلنکیرشن کې د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) هوايي اډې "د استخباراتي معلوماتو پراساس د ممکنه ګواښ" له کبله د امنیتي احضاراتو کچه لوړه کړې ده.

ددغې اډې د پنجشنبې اګست ۲۲ (وږي لومړۍ) په خبرپاڼه کې ویل شوي "د احتیاطي ګام په توګه ټول غیرلازمي کارکوونکي خپلو کورونو ته لیږل شوي دي."

اډې نور جزئیات ندي ورکړي خو زیاته کړې یې ده چې "زموږ د کارکوونکو مسئونیت زموږ لومړیتوب دی او عملیات د پلان سره سم روان دي."

په ګایلنکیرشن کې د اډې یو ویاند وویل دریمه درجه امنیتي احضارات نیول شوي چې دا د څلورو امنیتي احضاراتو دوهمه ترټولو لوړه کچه ده او په هغه وخت کې نیول کیږي چې "یوه پېښه شوې وي او یا استخباراتي معلومات وښيي چې د ناټو پر ادارو او کارکوونکو باندې د یو ترهګریز برید امکان ډیر زیات دی."

په دغه اډه کې د ناټو د استخباراتي څار الوتکې ولاړې دي او له تېرې یوې اونۍ راهیسې، دا دوهم ځل دی چې د خپلو امنیتي احضاراتو کچه لوړوي.

تېره اونۍ په ورڅېرمه کلون ښار کې د ناټو یوه اډه وروسته له هغه وتړل شوه چې چارواکو شک وښود چې دغه اډې ته تلونکې د اوبو نلونه ممکن سبوتاژ شوي وي.

په همدې ورځ د ګایلنکیرشن اډې هم وویل چې داسې کسانو اډې ته د ننوتلو هڅه کړې چې اجازه یې نلرله او له کبله یې امنیتي احضارات ونیول شول.

په کلون کې د اډې چارواکو خپل فعالیت وروسته له هغه بیرته پیل کړ چې معایناتو وښودله چې په نلونو کې اډې ته په بهېدونکو اوبو کې څه ندي ګډ شوي.

ناټو له دې وړاندې د روسیې له خوا د سبوتاژ او سایبري بریدونو په ګډون د ورانکارو فعالیتونو د کمپاین خبر ورکړی. روسیې په دوامداره توګه تور پورې کړی چې ناټو یې امنیت ګواښي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د جون په میاشت کې وویل چې د ناټو پر ځواکونو باندې دا ډول بریدونه په وروستیو کې له دې کبله زیات شوي چې د روسیې استخبارات زیات فعال شوي دي.

د ناټو په سیمه کې شنونکو په وروستیو کلونو کې ډیرې پېښې مشکوکې بللي دي چې په دې کې د ناروې او ددغه هېواد د سوالبارد د ټاپو ترمنځ د سمندر لاندې مزو باندې د ۲۰۲۲ کال برید شامل دی.