ملګري ملتونه: په تېرو درې کلونو کې د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۳۶ قضیې مستند شوې دي

یوناما د سه‌ شنبې په ورځ، نومبر ۲۶مه (لېندۍ ۶مه) "په افغانستان کې د رسنیو ازادي" تر سرلیک لاندې خپور شوي راپور کې د خبریالانو د خپلسرو نیولو، شکنجو، ناوړه چال چلند او ګواښونو په ګډون د سلګونو قضیو په اړه اندېښنه ښودلې ده. عکس- ارشیف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په خپل یو تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په تېرو درې کلونو کې د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو پر وړاندې د بشري حقونو څخه د سرغړونې ۳۳۶ قضیې یې ثبت او مستند کړې دي.

یوناما د سه‌ شنبې په ورځ، نومبر ۲۶مه (لېندۍ ۶مه) "په افغانستان کې د رسنیو ازادي" تر سرلیک لاندې خپور شوي راپور کې د خبریالانو د خپلسرو نیولو، شکنجو، ناوړه چال چلند او ګواښونو په ګډون د سلګونو قضیو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ددغه راپور له مخې، یوناما د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه چې طالبان په افغانستان بیا واکمن شول بیا د روان کال د سپتمبر تر۳۰مې نېټې پورې، په خپلسره توګه د خبریالانو د نیولو ۲۵۶ پیښې، شکنجې او ناوړه چال چلند ۱۳۰ پیښې او د ګواښ یا ډارولو ۷۵ قضیې ثبت کړې دي.

د یوناما راپور زیاتوي چې اوس مهال خبریالان، په ځانګړي ډول د رسنیو ښځینه کارکوونکې له سختو محدودیتونو او توپیرې چال چلند سره مخ دي، چې د هغوی پر مسلکي وړتیا یې ناوړه اغېز کړی دی.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي اوس مهال د سانسور او معلوماتو ته د لاسرسي تر سختو محدودیتونو لاندې خپلې دندې ترسره کوي.

د یوناما مشرې، روزا اوتنبایوا ویلي: "ازادې رسنۍ د هر هېواد لپاره یوازې یو انتخاب نه، بلکې یوه اړتیا ده. خبریالان او د رسنیو کارکوونکي چې په سختو شرایطو کې فعالیت کوي، ډېر ځله له ناڅرګندو قواعدو سره مخامخ کیږي، چې پرېکړه وکړي د څه په اړه راپور ورکړي یا نه ورکړي."

د یوناما مشرې له طالبانو غوښتي چې د خبریالانو او رسینو کارکوونکو خوندیتوب او امنیت ډاډمن کړي او په رسنیزو چارو کې د ښځو او نجونو د بشپړ ګډون اهمیت په رسمیت وپېژني.

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، ولکر ترک، د دې راپور موندنې "هيښونکې" بللې او له طالبانو یې غوښتي چې خپلې کړنې د نړیوالو قوانینو، په ځانګړې توګه د مدني او سیاسي حقونو نړیوال میثاق سره چې افغانستان ورته ژمن دی، همغږې کړي.

ولکر ترک زیاته کړه: "باید هڅه وشي چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي، په ځانګړي ډول ښځې، په درناوي او خوندي چاپېریال کې خپل کارونه ترسره کړي."

په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز د نومبر په ۲۱مه (لیندۍ لومړۍ) د ټلوېزیون د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې پر ټلویزیونونو د طالبانو محدودیتونه زیات شوي او په تېر کال کې لږ تر لږه ۱۲ ټلوېزیونونه یا د طالبانو په مستقیم امر او یا ددې ډلې د محدودیتونو له امله تړل شوې دي.

دغه سازمان چې د افغانستان له رسنیو او خبریالانو دفاع کوي وايي، په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو لږ تر لږه ۲۱ فرمانونه یا لارښوونې صادرې کړي چې د رسنیو له قانون سره چې دغې ډلې یې د پلي کېدو ژمنه کړې ده، سمون نلري. له دې جملې څخه، اوه فرمانونه یا لارښوونې یې د بصري رسنیو د ازادۍ محدودول دي.

طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې چې پر افغانستان بیا واکمن شوي دي، پر رسنیو پراخ محدودیتونه لګولي دي.

د افغان خبریالانو مرکز ویلي چې: "په ملي ټلویزیون کې د ښځو له کار کولو منع کول، په تلویزیوني برنامو کې د ښځو له راښکاره کېدو او د فلمونو او سریالونو پر خپرېدو بندیز لګول او پر ښځینه خبریالانو د ماسک اغوستلو جبري کول، د فلم جوړولو او ویډیویي مرکو منع کول – چې په رسمي ډول په څلورو ولایتونو کې پلي شوی دی – په افغانستان کې د نړیوالو تلویزیوني خپرونو د خپریدو منع کول، په ژوندۍ بڼه د تلویزیوني مرکو (بحثونو) د خپرېدو منع کول، د هغو کارپوهانو د بلنې منع کول چې د طالبانو له لوري نه دي تایید شوي هغه کړنلارې دي چې په تلویزیونونو متمرکزې دي."