د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: په رسنیو کې د ژوندیو شیانو پر عکسونو بندیز پلی کیږي


د طالبانو د امر بالمعروف وزارت غړي هرات ته څېرمه موټر څاري.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت غړي هرات ته څېرمه موټر څاري.

د افغانستان د خبریالانو مرکز دوشنبې اکتوبر ۱۴ (تلې ۲۳) وویل چې د تخار د امر بالمعروف ریاست له لورې د ژوندیو شیانو په تصویرونو د بندیز د امر وروسته ددغه ولایت د ملي تلویزیون فعالیت بند شوی او خصوصي تلویزیونونه تعطیل شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت دوشنبې خبرداری ورکړ چې په خبري رسنیو کې د ټولو ژوندیو شیانو د عکسونو په خپرولو د بندیز قانون پلي کوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په تخار کې د تلویزیونونو د خپرونو په بندېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې او د طالبانو له چارواکو یې غوښتي چې په دې اړه له سره غور وکړي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مسئولینو ویلي چې په رسنیو کې د ژوندیو شیانو په تصویرونو بندیز به په تدریجي ډول عملي کیږي.

د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د یو قانون په جوړولو سره له اسلامي قوانینو څخه خپل هغه سخت تفسیر ته قانوني بڼه ورکړه چې په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کې ددغه ډلې د بیاواکمن کېدو راهیسې نافذ شوی دی.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر فرانس پرس اژانس ته وویل: "قانون په ټول افغانستان کې تطبیقېږي... او دا به په تدریجي ډول پلي شي." هغه زیاته کړه چې چارواکي به زیار باسي ترڅو خلک قانع کړي چې د ژوندیو شیانو انځورونه د اسلامي شریعت خلاف دي.

هغه وویل: "د قانون په تطبیق کې جبر ځای نه لري. دا یوازې مشوره ده او خلکو ته قناعت ورکول دي چې دا کار واقعا له شریعت سره په ټکر کې دی او باید مخنیوی یې وشي."

د امر بالمعروف په نوي قانون کې د خبري رسنیو لپاره ځینې مقررات ځای کړل شوي دي. ددغو مقرراتو له مخې رسنۍ د ژوندیو شیانو د عکسونو له خپرولو منع شوي او ورته امر شوی چې اسلام ته له سپکاوي ډډه وکړي او له اسلامي قوانینو سره په ټکر کې رانشي.

ددغه نوي قانون ټول مواد تر اوسه په کلکه نه دي پلي شوي او طالب چارواکي پخپله په مکرر ډول په ټولنیزو رسنیو کې د انسانانو عکسونه خپروي.

خیبر وویل: "تر دې مهاله، په قانون کې د رسنیو په اړه د مادو اړوند، په ډیرو ولایتونو کې د پلي کولو هڅې روانې دي، خو په ټولو ولایتونو کې دا کار نه دی پیل شوی."

هغه زیاته کړه چې په جنوب لویدیځ کندهار، هلمند او همدارنګه تخار کې "کار پیل شوی دی."

د خبریالانو راغوښتل

په کندهار کې خبریالانو د دوشنبې په ورځ فرانس پرس ته وویل چې دوی د وزارت له خوا کومه اطلاعیه نه ده ترلاسه کړی او نه هم د امر بالمعروف د پولیسو له خوا د عکسونو او ویډیوګانو د اخیستلو مخه نیول شوې ده.

خو د یکشنبې په ورځ د غزني ولایت په مرکز کې د امر بالمعروف چارواکو ځايي خبریالان راوغوښتل او هغوی ته یې وویل چې د امر بالمعروف اداره به په تدریجي ډول ددغه قانون پلي کول پیل کړي.

یو خبریال د نیول کېدو له ویرې د نوم د نه ښودلو په شرط فرانس پرس ته وویل چې چارواکو د تصویري رسنیو خبریالانو ته مشوره ورکړه چې له لیرې څخه عکسونه واخلي او د غونډو د فلمبردارۍ اندازه کمه کړي ترڅو په نوي قانون کې له ممنوعیت سره "عادت" شي.

په ورته یوه غونډه کې د میدان وردګو ولایت خبریالانو ته هم ویل شوي چې دا مقررات به په تدریجي ډول پلي شي.

د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال، له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې په ټول افغانستان کې د تلویزیون پر نشراتو او د ژوندیو شیانو پر عکسونو بندیز لګول شوی و، خو واک ته ددغه ډلې له بیارسېدو راهیسې تر اوسه دغه ممنوعیت په پراخه کچه نه دی نافذ شوی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په هکله پخپل کلني راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال راهېسې په افغانستان کې تقریبا ۸۰۰۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو دندې پرېښي او یا بې کاره شوي دي. تر طالبانو مخکې ۱۲۰۰۰ کسانو په دغې برخې کې کار کاوه. راپور همدغه راز ویلي وو چې له ۸۰ فیصدو څخه زیاتو ښځینه خبریالانو هم خپلې دندې پرېښي.

په لسګونو افغانې رسنۍ د اقتصادي ستونزو له کبله تړل شوي او افغانستان د بیان د ازادۍ په نړیواله درجه بندۍ کې له ۱۲۲ څخه ۱۷۸م مقام ته لوېدلی دی.

ددې مطلب په چمتو کولو کې د فرانس پرس اژانس له معلومات استفاده شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG