د لاس رسي وړ اتصالات

خبریالانو مصونیت کمیټه: نوی قانون د امر بالمعروف محتسبینو ته د افغان رسنیو د سانسور تازه واک ورکوي


طالبانو پرافغانستان باندې بیا واک ترلاسه کولو وروسته افغان خبریالانو او رسنیو باندې په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي چې له امله یې په سلګونو خبریالانو په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي.
طالبانو پرافغانستان باندې بیا واک ترلاسه کولو وروسته افغان خبریالانو او رسنیو باندې په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي چې له امله یې په سلګونو خبریالانو په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د طالبانو د مشر له خوا د امر بالمعروف د نوي قانون خپریدو ته د نړیوالو غبرګونونو په لړ کې د خبریالانو مصونیت کمیټې هم ددې قانون په نافذیدو باندې ژوره اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې دا قانون د امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت محتسبینو ته د افغان رسنیو د سانسور په برخه کې تازه واک ور په لاس کوي.

دغې کمیټې د جمعې په ورځ اګست ۲۳(سنبلې دوېیم) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو د مشر له خوا دغه نوی توشیح شوی قانون خبریالان د هغو راپورونو د خپریدو څخه منع کوي چې د طالبانو د امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت محتسبین یې د اسلامي شریعت او اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی ګڼي.

د خبریالانو د مصونیت کمیټې د اسیا د پروګرامونو همغږې کوونکې بیح لیح يي ویلي: "د امربالمعروف نهی عن المنکر قانون د طالبانو بدنامه اخلاقي پولیسو ته پراخه واک په لاس کې ورکوي چې د افغانستان د رسنیو نابود شوې ټولنه چې له وړاندې د محدودیتونو سره مخ ده نوره هم د محدودیتونو سره مخ کړي".

د خبریالانو د مصونیت کمیټې دغې چارواکې دا قانون په افغانستان کې د رسنیو ازادۍ ته د یوې بلې ډارونکي ضربې په توګه یاده کړې، کوم چې په تیرو دریو کلنو کې اخلاقي پولیسو له خوا د خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو د اساسي حقونو د ځپلو لپاره ترسره شوي دي.

د طالبانو مشرد روان ۲۰۲۴ کال د جولاۍ په ۳۱ د امربالمعروف قانون توشیح کړی وو، خو د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت له خوا د اګست په ۲۱ ددغه وزارت په انټرنیټي پاڼه باندې ددغه قانون د خپریدو وروسته ددغه قانون د خپریدو څخه خلک خبرشو.

ددغه قانون په ۱۷ ماده کې د ژوندیو انسانانو او حیواناتو د تصویرونوخپرول هم د رسنیو په محدودیتونو کې یاد شويدي. همداشان ددې قانون په ۱۳ ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرأت په ‌کې شامل دي په مجموع کې په لوړ غږ ویل یې هم عورت بلل شوي دي او د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم په دې مادې کې ضروري ګڼل شوي دي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون ۴ فصلونه او ۳۵ مادې لري. دا قانون د امر بالمعروف، نهی عن المنکر د اړوند چارو او د محتسبینو د دندو او صلاحیتونو تنظیمولو په موخه جوړ او تدوین شوی دی.

ددې دمخه تیره اونۍ د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکو د خپل وزارت د تیرو ۱۲ میاشتو کړنو په اړه خبریالانو ته د معلوماتو پر مهال وویل چې په رسنیو کې تر ۹۰ فیصده اصلاحات پلي شوي دي. دغه وزارت چارواکو وویل چې د یو کال په موده کې یې ۱۳ زره کسان د غیراخلاقي کړنو په تور نیولي دي. په دې شمیر کې یو ځینې خبریالان هم شامل دي.

دغه وزارت ویلي چې په تیرو ۱۲میاشتو کې یې له ۲۱ زرو څخه زیاتې د موسیقۍ د غږولو بیلا بیلې الې له منځه وړي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د خبریالانو د مصونیت کمیټې پوښتونو ته لا ځواب نه دی ورکړی.

د خبریالانو د مصونیت د کمیټې دمخه د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو یو شمیر نړیوالو او افغان بنسټونو هم دغه قانون خپریدو ته غبرګون ښودلی وو او اندیښنه یې ښودلې وه چې دا قانون به د افغانانو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو د بشري حقونو پر وړاندې د طالبانو سرغړونو ته لا لاره پراینیځي.

د ملګروملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۲ (سنبلې اول) نیویارک کې د نوي قانون د خپرېدو او په عام ژوند کې پر افغان میرمنو او نجونو باندې د طالبانو له خوا د لګیدلو محدودیتونو په تړاو د عمومي منشي انتونیوګوتیرش د تبصرې په اړه د یو خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "د هرې دغسې پریکړې البته د غندنې ور هغه خوا [امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت قانون] دا سخته ده چې تصور یې وشي چې یو هیواد دې ‏‏ددغسې پریکړو په پلي کولو سره پرمختګ وکړي او خپل وضعیت دې ښه کړي".

د افغان میرمنو یو شمېر اعتراضي خوځښتونو او مدني فعالانو اندیښنه ښودلې چې د طالبانو د مشر له خوا د امر بالمعروف د نوي قانون خپرېدل به په افغنستان کې د ښځو پر وړاندې زور زیاتې لا پراخه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG