مودي او بایډن د اوکراین د شخړې سوله ایز حل ملاتړ وکړ

د هند صدراعظم نریندرا مودي دوشنبه اګست ۲۶ ( وږي پنځمه) د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن سره اوکراین ته دخپل تازه سفر په هکله ټیلیفوني خبرې وکړلې او دواړو یې د مسکو او کیف تر منځ د شخړې په سوله ایز حل لارې ټینګار وکړ.

سره لدې چې د هند مشر روسیې ته پخپل یو تازه رسمي سفر کې د دې هیواد جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره په غیږ ستړي مشي کړې وه چې دې کار د اوکراین چارواکي په غصه کړي و، خو ښاغلي مودي د همدې تیرې جمعې په ورځ کیف ته پخپل رسمي سفر کې جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي ته وویل چې "هیڅ یو مشکل باید د جګړې په ډګر کې حل نشي".

مودي د دوشنبې په ورځ د متحده ایالاتو د جمهور رئیس سره په خبرو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې هیواد یې د خبرو اترو او دیپلوماسۍ طرفداري کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې نریندرا مودي دا هم ویلي چې " د سولې او ثبات بشپړ ملاتړ کوي".

په عین حال کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د دې خبرو په هکله خبریالانو ته وویل چې متحده ایالات د ټولو هیوادونو هرکلی کوي چې عادلانه سولې ته په رسیدو کې د اوکراین د جمهور رئیس سره مرسته کول غواړي.

سپینۍ ماڼۍ همدارنګه ویلي چې جمهور رئیس بایډن د هند مشر وستایه چې د اوکراین لپاره د سولې پیغام لري او د کیف انرژۍ سکتور سره د ملاتړ برسیره هلته د روانو بشي مرستو ملاتړ هم کوي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې دواړو مشرانو پدې ټینګار کړی چې د اوکراین – روسیې شخړه دې په سوله ایزه توګه، د نړیوالو قوانینو سره سم او د ملګرو ملتونو د منشور له مخې حل شي.

سره لدې چې د اوکراین مشر ویلي چې روسیه دې ټولې هغه سیمې پریږدي چې د ۲۰۲۲ کال د فبروري میاشتې راهیسې یې په جګړې کې نیولي دي خو هند لا په ښکاره توګه د ښاغلي زیلینسکي ددې غوښتنې ملاتړ ندی کړی.

هند که څه هم په تاریخي لحاظ له روسیې سره دوستانه اړیکې لري خو له چین سره د سیالۍ له کبله د لودیځو هېوادونو سره هم نږدې اړیکې پالي.

هند پر اوکراین باندې د روسیې یرغل ندی غندلی، په ملګرو ملتونو کې یې د کرملین په خلاف د قراردادونو له لاسلیک څخه ډډه کړې او دواړه خواوې یې د مخامخ خبرو له لارې د ستونزو حل کولو ته بللي دي.