د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او هند د پرمختللې ټکنالوژۍ په برخه کې همکاري پراخوي


د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان په نوي ډیلي کې د هند د صدراعظم نریندرا مودي سره وکتل.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان په نوي ډیلي کې د هند د صدراعظم نریندرا مودي سره وکتل.

په هند کې د صدراعظم نریندرا مودي د واک د درېیمې دورې له پیل سره، نوي ډهلي له متحده ایالاتو سره د پرمختللې ټکنالوژۍ په برخه کې د همکارۍ د پراخولو موافقه کړې ده.

دا موافقه د هند پایتخت نوي ډهلي ته د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان د سفر په ترڅ کې شوې ده

سولیوان د دې سفر په ترڅ کې له مودي او خپل هندي سیال برسېره د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل او ټینګار یې وکړ چې دواړه هیوادونه به نږدې اړیکې پراخې کړي.

مودي د دوشنبې په ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۲۸) له سلیوان سره له لیدنې وروسته په خپل ایکس حساب کې لیکلي: "هند د نړیوالې ښېګڼې لپاره د هند او متحده ایالاتو تر منځ د هراړخیزې نړیوالې ستراتیژیکې ملګرتیا لا پیاوړتیا ته ژمن دی."

د سولیوان د دې سفر اصلي موخه د هند د ملي امنیت د سلاکار اجیت دووال سره لیدل وو ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ د دفاع، سیمی کنډکټرونو، جي۵ بې سیم شبکې او مصنوعي استخباراتو په شمول د پرمختللې ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو د پراخولو د هغه نوښت په اړه خبرې وکړي چې تېر کال د جنوري په میاشت کې رامنځته شو.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د پراخولو لپاره ددې نوښت یوه موخه د چین د نفوذ محدود کول ښودل شوي دي.

په نوي ډیلي کې د "ابزرور" څېړنیز مرکز شنونکی مانوج جوشي وايي: "د مودي د نوي حکومت په لومړنیو ورځو کې د سولیوان دا سفر ښيي چې متحده ایالات غواړي له هند سره د پرمختللې ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو د پراخولو هلې ځلې جاري وساتي."

د سولیوان او دووال له لیدنې وروسته د دواړو مشرانو له خوا په لاسلیک شوي تفاهم لیک کې راغلي چې دوی د متحده ایالاتو او هند ترمنځ د سیمي کنډکټرونو، دقیقو نښه ویشتونکو مهماتو او د ملي امنیت اړوند نورو بریښنايي الاتو په برخه کې په ستراتیژیکې همکارۍ سلا شوي دي.

د تفاهم لیک له مخې، دواړو مشرانو همدارنګه په جنوبي امریکا کې د لیتیم د زیرمو په پروژو کې د ګډې پانګونې، په افریقا کې د قیمتي ډبرو "د عرضې د تنوع" پراخولو او په جګړه کې د استعمالېدونکو وسایلو او سیستمونو د ګډ تولید پرېکړه کړې ده.

مودي هڅه کوي چې د وسلو جوړولو داخلي سکتور ته وده ورکړي او په وارداتي وسلو باندې خپله تکیه کمه کړي. نوي ډیلي که څه د پوځي تجهیزاتو واردات متنوع کړي خو بیا هم تر ډېره پر روسیې تکیه کوي.

د هند لپاره د پرمختللې ټکنالوژۍ په برخه د ظرفیتونو لوړول لومړیتوب بلل کیږي ځکه چې دا کار د هیواد د امنیت د پیاوړتیا لپاره مهم ګڼل شوی دی.

جوشي وویل: "هند غواړي چې د پرمختللي ټکنالوژۍ په برخه کې یو له مخکښو هیوادونو څخه شي او دا د نوي ډیلي لپاره خورا ګټور دي چې د متحده ایالاتو سره ملګرتیا وکړي... نظر دا دی چې ګډ تولیدات رامنځته شي او ددې لپاره امریکایي شرکتونه راجلب شي چې په هند کې مرکزونه پرانیزي."

سولیوان د هند د بهرنیو چارو له وزیر سوبرامانیان جیشنکر سره هم وکتل. هغه د مودي په نوې اداره کې پر خپل مقام پاتې شوی او دا څرګندوي چې هند خپلې بهرنۍ تګلارې ته د تېر په څېر دوام ورکوي.

جیشنکر د خپل ایکس شبکې په حساب کې لیکلي: "ډاډمن یو چې زموږ په نوې دوره کې به د هند او متحده ایالاتو ترمنځ د ستراتیژیکې ملګرتیا پراختیا دوام وکړي."

په واشنګټن کې، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې هند او متحده ایالات "د دوستۍ ځانګړې اړیکه پالي او هند ته د ښاغلي سلیوان سفر به د متحده ایالاتو او هند تر منځ قوي ملګرتیا نوره هم ژوره کړي ترڅو یو خوندي او سوکاله هند-پاسیفک رامنځته شي."

له واشنګټن سره د نوي ډیلي اړیکې په دې وروستیو کلونو کې د چین د ځواک ښودنې په اړه د دواړو هیوادونو د متقابلو اندیښنو په لړ کې پراخې شوې دي. نوی ډیلي له بیجینګ سره د همالیا په غرونو کې د خپلې ګډې پولې په سر اختلاف لري. د دواړو هېوادونو پوځونه څلور کاله وړاندې پر دغه پوله په جګړه کې ښکېل شوي وو او دا مسئله تراوسه حل شوې نده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG