وسله والو په پاکستان کې ۱۶ دولتي کارکوونکي تښتولي

په پاکستان کې پولیس او چارواکي وايي چې وسله والو ۱۶ دولتي کارکوونکي تښتولي او د هغوی د خوشې کېدو په بدل کې یې ناڅرګندې غوښتنې کړې دي.

تښتول شوي کسان د «پاکستان د اتومي انرژۍ کمېسیون» د یو معدن د استخراج د پروژې کارکوونکي دي. دا پروژه د خیبرپښتونخوا په لکي مروت کې ده.

د سیمه ایزو پولیسو یو مشر محمد اعجاز وویل چې دا کسان د پنجشنبې په ورځ جنوري نهمه (مرغومې۲۰) په یو مني بس کې کار ته روان وو چې وسله والو وتښتول. نوموړي وویل چې تښتوونکو د کارکوونکو موټر هم سوځولی دی.

راپورونه وايي چې پاکستاني طالبانو ادعا کړې چې دا کسان یې تښتولي او د هغوی یوه ویدیو یې هم خپره کړې ده.

په ویدیو کې تښتول شوي کسان ښکاري او ځینو یې له پاکستاني مقاماتو څخه غوښتي،‌ چې د تښتوونکو غوښتنې ومني. خو د تښتوونکو د غوښتنې په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړل شوي. امریکا غږ دا نه شي تائیدولای چې دا ویدیو رښتیا ده که نه.

چارواکي‌ وايي چې د «پاکستان د اتومي انرژۍ کمېسیون» د کرنې، طب، صنعت او نورو انکشافي برخو او پروژو کې د اتومي‌ انرژۍ د سوله ایزې مطالعې او تطبیق مسئولیت لري.

په خیبرپښتونخو او بلوچستان ایالتونو کې وسله وال طالبان او بلوچ بیلتون غوښتونکي وخت ناوخت بریدونه کوي چې په اکثریت بریدونو د پاکستان امنیتي ځواکونه او دولتي مقامات په نښه کېږي.

د چهارشنبې په ورځ بلوچ بیلتون غوښتونکو ومنله چې په یوې لېرې پرتې سیمې کې یې د لږ وخت لپاره یو دولتي ‌دفتر نیولی و، یو بانک یې ولوټه او د پولیسو یوه پوسته یې خرابه کړه.

ملګري ملتونه د پاکستان د طالبانو غورځنګ د یو ترهګر سازمان په توګه پېژني.