د ایټالیا ساحل کې د کډوالو کښتۍ ډوبې شوې، لسګونه افغانان او نور ورک دي

د ایټالیا ساحل ساتونکو د یوې ډوبې شوې کښتۍ دا تصویر خپور کړی چې کډوالو پکې سفر کاوه.

د کډوالو د ژغورنې یوې ادارې او د ایټالیا د ساحل ساتنې ځواکونو د دوشنبې په ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۲۸) وویل د دغه هېواد په ساحل کې د دوو کښتیو د ډوبېدو له کبله لږ تر لږه ۱۱ کډوال مړه شوي او په لسګونو نور ورک شوي چې افغانان هم پکې شامل دي.

د جرمني د "ریسک شیپ" په نوم د کډوالو سره د مرستې موسسې په ایکس شبکه کې په خپل حساب کې لیکلي چې ددغې موسسې د ژغورنې یوې بیړۍ د ایټالیا ساحلي ښار لمپېدوسا ته څېرمه په اوبو کې په ډوبې شوې کښتۍ کې لس مړي موندلي او ۵۱ کسان یې ژغورلي دي.

په پیغام کې ویل شوي: "له لرګيو جوړې کښتۍ کې چې له اوبو ډکه شوې وه، ټول۶۱ کسانو سفر کاوه. زموږ د ژغورونکو ډلې ۵۱ کسان ژغورلي چې دوه یې بې هوښه شوي وو... ۱۰ مړي د بیړۍ په کښتنۍ برخه کې وو."

بل خوا، د ایټالیا ساحل ساتونکو ویلي ددغه هېواد کلابریا سیمې ته څېرمه په سمندر کې د کډوالو د یوې بلې کښتۍ د ډوبېدو وروسته د ورکو شویو کسانو لټون کوي.

رسنیو په دغې کښتۍ کې د ژوندي پاتې شویو کسانو په حواله ویلي چې دې کښتۍ له ترکیې څخه حرکت کړی و او ۶۰ کسان پکې سپاره وو.

د سیلانیانو یوې فرانسوي کښتۍ د یکشنبې په ورځ دغه ډوبه شوې کښتۍ لیدلې وه، ۱۲ کسان یې ورڅخه ژغورلي او په اړه یې ایټالوي چارواکو ته خبر ورکړی و.

ایټالوي ساحل ساتونکو له ډوبې شوې کښتۍ څخه ژغورل شوي ۱۲ کسان د ایټالیا جنوبي ښارګوټي روچلا ایونیکا ته لیږدولي چې یو تن یې ساحل ته د رسيدو پر وخت مړ شوی دی.

ددغې کښتۍ ۵۰ سپرلۍ لادرکه دي خو د راډیکال راډیو دا شمېر ۶۴ ښودلی چې افغانان او ایرانیان هم پکې شامل دي.