د لاس رسي وړ اتصالات

د یمن په ساحل کې د کډوالو کښتۍ چپه کیدو پیښه کې لږ تر لږه ۴۹ تنه مړه شوي


آرشیف
آرشیف

د کډوالۍ لپاره نړیوال سازمان وایي لږ تر لږه ۴۹ تنه کډوال هغه وخت مړه او ۱۴۰ نور تري تم شول چې یوه کښتۍ د یمن په ساحل کې دوشنبه جون ۱ ( غبرګولي ۲۲) کې ډوبه شوه.

آي او ایم ویلي چې په کښتۍ کې ټول ۲۶۰ کډوال سپاره و او مزل یې له سومالیې پیل کړی و.

د ملګرو ملتونو دې ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي چې کښتۍ په سیمه ایز وخت یکشنبه د شپې په ۳ بجو د سومالیې څخه حرکت کړی و چې ۱۱۵ تنه د سومالیې او ۱۴۵ نور د ایتوپیا اتباع پکې سپاره و.

په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې څومره کډوال میرمنې او څومره یې سړي و خو دومره یې ویلي چې دا کښتۍ د عدن په خلیج کې د یمن شبوه ولایت سره نږدې په بل مخ اوښتې ده.

آی او ایم ویلي چې د دوي د ژغورنې ټیمونو د پیښې ځای ته ځانونه رسولي او ۷۱ تنه یې د ډوبیدو څخه ژوندي ژغورلي چې شپږ تنه یې ماشومان دي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د ۷۱ ژغورل شویو څخه ۶۳ یې ډیرو لږو طبي مرستو ته اړتیا درلوده خو اتنه تنه چې روغتایي حالت یې د اندیښنې وړ و، روغتون ته د درملنې لپاره وړل شویدي.

دې نړیوالې ادارې همدارنګه ویلي چې په سیمې کې ځایي کب نیوونکو او د ټولنې غړیو د چپې شوې کښتۍ د کډوالو په ایستلو او د مړو په خښولو کې مرسته کړې.

آی او ایم وړاندې ویلي چې د ډوبو شویو کسانو پسې لا د لټون او ژغورنې عملیات روان دي او وایي د ځینو کډوالو مړي د سمندر په څنډو کې موندل شویدي.

لا معلومه نده چې دا کډوال چیرته تلل خو ډیری وخت په همدې خطرناکو لارو کډوال کوښښ کوي ځانونه اروپایي هیوادونو ته وروسوي.

د لویدیځې افریقا د هیوادونو څخه لسګونه زره خلک د بې وزلۍ، جګړو او بې ثباتۍ له کبله هر کال کوښښ کوي چې په همدې خطرناکو لارو ځانونه هسپانیا ته ورسوي.

اکثریت دا کسان په لرګینو کښتیو کې چې سر یې خلاص وي، د اتلانتیک په سمندر کې د کنري ټاپو ته ځانونه رسوي خو یو شمیر نور بیا چې مراکش، الجزایر او منځني ختیځ د نورو هیوادونو څخه د هسپانیې په لور حرکت کوي، د مدیترانیې بحیرې او اتلانتیک سمندر د لارې د هسپانیا خاورې ته داخلیږي. پدې خطرناکې لارې هر کال زرګونه کډوال مري.

د هسپانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د روان میلادي کال د جنوري میاشتې لومړۍ نیټې څخه د روانې اپریل میاشتې تر ۱۵ مې پورې ۱۶۶۲۱ کډوال په کښتیو کې دې هیواد ته ورغلي دي په داسې حال کې چې تیر کال ۱۱۶۸۱ کډوال دې هیواد ته په کښتیو کې ورغلي و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG