د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا ته روانه د کډوالو کښتۍ ډوبه شوې


شپږ افغان کډوال د اګست په میاشت کې له فرانسې څخه بریتانیا ته د اوښتو پر مهال وروسته له هغه مړه شول چې وړه کښتۍ یې ډوبه شوه.
شپږ افغان کډوال د اګست په میاشت کې له فرانسې څخه بریتانیا ته د اوښتو پر مهال وروسته له هغه مړه شول چې وړه کښتۍ یې ډوبه شوه.

د فرانسې سمندري ځواکونو ویلي، یوه کښتۍ چې له ۶۰ ډېر کډوال په کې سپاره وو او بریتانیا ته یې د اوښتو هڅه کوله، د پنجشنبې دسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۳) په شپه د فرانسې په کانال کې ډوبه شوې، لږ تر لږه یو کس پکې مړ شوی او د یو بل وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د چارواکو په وینا، د پېښې له ځای څخه ۶۶ کسان ژغورل شوي او یوازې یو مړی او "یو کس په بې هوښه حالت کې د هلیکوپتر په واسطه د کالې روغتون ته وړل شوی دی."

شپږ افغان کډوال د اګست په میاشت کې له فرانسې څخه بریتانیا ته د اوښتو پر مهال وروسته له هغه مړه شول چې وړه کښتۍ یې پر همدې لار ډوبه شوه.

کالې بندر ته څېرمه په ګریز نیز کې د فرانسې د سمندري ژغورنې کارکوونکو ته د شپې په جریان کې خبر ورکړل شوی و چې د کډوالو یوه کښتۍ له ساحل څخه اته کیلومتره لیرې له مشکل سره مخ شوې ده.

د سمندري چارواکو په وینا، د ژغورنې کښتۍ د شپې په شاوخوا ۱۲:۳۰ دقیقو سیمې ته ورسېده.

د ژغورنې عملې د کډوالو کښتۍ په داسې حال کې موندلې چې له ټیوب څخه یې هوا وتلې وه، او زیاتره سپرلۍ یې اوبو ته لوېدلي وو. د پیښې په ځای کې موندل شوي ټول کسان کالې ته لیږدول شوي دي.

د ژغورنۍ کښتۍ او الوتکې لاهم د پیښې په ځای کې په خلکو پسې لټون ته دوام ورکوي. ټاکل شوې چې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جیرالډ درمانین په همدې تړاو د جمعې په ورځ کالې ته ورسیږي.

په لسګونو زره کډوال هر کال په کوچنیو کښتیو کې د فرانسې څخه بریتانیا ته د اوبو له یوې خطرناکې لارې د تیرېدو هڅه کوي. دا مسله د بریتانوي حکومت لپاره یو سیاسي لومړیتوب ګرځېدلی او د لندن او پاریس ترمنځ د مخالفتونو لامل شوی دی.

پر دغه لار د کښتیو د ډوبېدو په پیښه کې د وژل شويو شمېره لوړه ده. دوه کاله دمخه په همدې کانال کې د کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې ۲۷ تنه مړه شول.

د نومبر په وروستیو کې د کډوالو یوه کښتۍ چې ۶۰ کسان پکې سپاره وو ډوبه شوه او یو سړی او یوه ښځه پکې مړه شول.

فرانسوي چارواکي وايي، په کښتیو کې د سپرلیو شمېر په زیاتېدو دی. د خپرو شویو شمېرو له مخې، په هرې کښتۍ کې په اوسط ډول ۵۳ کډوال سفر کوي چې دا شمېر د دوو کلونو وړاندې په پرتله دوه چنده زیاتوالی ښيي.

د بریتانیا د حکومت د احصایو له مخې، دا کال تر نومبر پورې، له ۲۸۰۰۰ څخه زیات کسان له دې کانال څخه تېر شوي دي. تیر کال دا شمېره ۴۶۰۰۰ ښودل شوې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG