د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان سفارت: ایټالیا کې د غرقې شوې کښتۍ مسافرو کې د ۹۱ افغانانو هویت تائید شوی


په ایټالیا کې د افغانستان سفارت وايي، د دغه هیواد په جنوبي ساحل کې د کډوالو غرقې شوې کښتۍ کې د ۹۱ تنو افغان کډوالو هویت تائید شوی چې تر دا مهاله یې د ۴۸ افغانانو جسدونه پيژندل شوي دي.

د غه سفارت د پنجشنبې په ورځ مارچ نهمه (کب ۱۸) په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دغه پېښه کې د مړه شوو ۴۶ افغان کډوالو اسناد یې هم صادر کړي دي.

په دغه بیا ن کې راغلي چې یاد سفارت په ایټالیا کې د مېشتو افغانانو د بېلابېلو مدني ټولنو او نورو مرستندویه بنسټونو په مرسته د افغانانو د هویت تثبیت او هیواد ته د مړو شوو کسانو د اجسادو د انتقال په اړه هڅې پیل کړي دي.

په ایټالیا کې د افغانستان سفارت زیاته کړې، یو شمېر کورنۍ چې هیواد ته د خپلو دوستانو د جسدونو د انتقال مالي توان نلري، وايي، دوی یې د بېلابېلو ټولنو په مرسته د هغوی د ملاتړ هڅې پيل کړي دي.

یاد سفارت زیاته کړې: "دا چې په غرقې شوې کښتۍ کې سپاره کډوالو په غیر قانوني ډول غوښتل ایټالیا ته ځان ورسوي له لومړي سره یې هویت او نومونه مشخص نه و، د ۹۱ په تعداد زموږ وطنوال پيژندل شوي چې بدبختانه له هغه جملې د مارچ په اتمه زموږ د ۴۸ هیوادوالو جسدونه تثبیت شوي او د ۴۶ تنو د مړینې اسناد صادر شوي دي."

دغه سفارت همدرانګه ویلي چې دې پېښه کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي ټپي شوي او یو شمېر نور ژوندي ژغورل شوي چې خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي. د سفارت په بیان کې همدارنګه ویل شوي ټپي شوي افغان کډوال په بېلابېلو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

په ایټالیا کې د افغانستان سفارت همدارنګه زیاته کړې چې په دغه پېښه کې یو شمېر افغانان لا هم لادرکه دي چې په خبره د پیدا کولو هڅې روانې دي.

تر دې مخکې یاد سفارت ویلي و چې د سره صلیب د رئیس او غیر دولتي موسسو له مسؤلینو، افغان سوداګرو او پانګولو او هوايي شرکتونو سره د هغو افغانانو د جسدونو د انتقال په اړه چې کورنۍ یې د اقتصادي ستونزو له امله د انتقال توان نلري خبرې پیل کړي دي.

د ژغورنې کار کوونکو د فبروري ۲۶ (کب ۷) وویل چې د ایټالیا په ساحل کې د کډوالو د یوې بیړۍ د اوښتو په پېښه کې شاوخوا ۵۸ تنه مړه شوي چې زیاتره یې افغانان دي.

د راپورنو په اساس دې بیړۍ چې د افغانانو برسېره د پاکستان، ایران او سومالیې شاوخوا ۲۰۰ کډوال یې لېږدول، څو ورځې وړاندې له ترکیې حرکت کړی و چې بیا د ایټاليا د کلابریا د سیمې په ساحل کې د خرابې هوا له کبله له ډبرو سره وجنګېده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې په دغه پېښه کې شاوخوا ۸۰ تنو افغانانو هم ژوند له لاسه ورکړی دی چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

بلخوا ویل کیږي چې د ایټالیا صدراعظمه جورجیا میلوني پرون پنجشنبه مارچ نهمه (کب۱۸) هغې سیمې ته نژدې د کابینې غونډه کړې چې د پناه غوښتونکو یاده کښتۍ په کې ډوبه شوه.

د میلوني په حکومت باندې انتقادونه دي چې د کډوالو په ضد یې سخت دریځه قوانین د پناه غوښتونکو د مړینې لامل کېږي.

XS
SM
MD
LG