د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې ته څېرمه د کډوالو کښتۍ د ډوبېدو پېښه کې لږترلږه اته تنه مړه شوي


ځینې کډوال د سمندر له لارې له ترکیې څځه اروپا ته د تللو هڅه کوي چې په تیرو پېښو کې افغان کډوال هم مړه شوي دي.
ځینې کډوال د سمندر له لارې له ترکیې څځه اروپا ته د تللو هڅه کوي چې په تیرو پېښو کې افغان کډوال هم مړه شوي دي.

د ترکیې مقاماتو د جمعې په ورځ مارچ ۱۵ (کب ۲۵) وویل چې ددغه هېواد ساحل ته څېرمه د ایجین په سمندرګي کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې او لږ تر لږه اته کسان پکې مړه شوي دي.

د پیښې د قربانیانو هویت نه دی ښودل شوی.

ځینې کډوال له همدې لارې له ترکیې څځه اروپا ته د تللو هڅه کوي چې په تیرو ورته پېښو کې افغان کډوال هم مړه شوي دي.

چارواکو ویلي چې په پېښه کې دوه کسان د ترکیې ساحل ساتونکو ژغورلي او دوه نور یې په خپله له اوبو څخه په وتلو بریالي شوي دي.

دغه کښتۍ د ترکیې تر ټولو لوی ټاپو ګوکسیدا یا امبروس ته نږدې ډوبه شوې، چې د چناق قعلې ولایت شمال لوېدیځ ساحل ته څېرمه موقعیت لري.

چارواکي وايي د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.

ترکیه د شاوخوا څلورو میلیونو کډوالو کوربه ده، چې ډېری یې د سوریي وګړي او په زرګونو افغانان هم دي.

انقرې په ۲۰۱۶ کال کې له اروپايي ټولنې سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې اروپا ته د کډوالو د تګ د مخنیوي په بدل کې د ترکیې هېواد اروپا ته د کډوالو د تګ د مخنیوي په بدل کې مالي مرستې ترلاسه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG