د نجونو د تعلیم مدافع او د سولې نوبل جایزې ګټونکې، ملاله یوسفزۍ شنبه جنوري ۱۱ ( مرغومي ۲۲) پاکستان ته تللې چې د نجونو د تعلیم په نړیوالې غونډې کې برخه واخلي.
پاکستان ته تر رسیدو وروسته یوسفزۍ د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، "په ریښتینې توګه ویاړم او خوښه یم چې بیا پاکستان ته راغلې یم".
هغه په ۲۰۱۲ کال په پاکستان کې پاکستاني طالبانو په سر وویشته او د درملنې لپاره بریتانیې ته یوړل شوه او تر هغې وروسته یې په نړیواله کچه د نجونو د تعلیم حقونو لپاره مبارزه پیل کړله.
ټاکل شوې چې ملاله یوسفزۍ د یکشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د نجونو د تعلیم حقونو په نړیوالې غونډې کې وینا وکړي.
یوسفزۍ د اکس په ټولنیزې شبکې کې پاکستان ته تر تګ وړاندې لیکلي و، " زه به ښوونځي ته د تګ لپاره د ټولو نجونو د حقونو په خوندیتوب خبرې وکړم او ولې مشران باید طالبان د افغان نجونو او میرمنو پر ضد جنایت کولو له کبله مسؤل وبولي".
دا مطلب هم ولولئ ملاله: د طالبانو جنسیتي تبعیض باید د بشریت ضد جرم وبلل شيد پاکستان شهباز شریف به دا غونډه پرانیزې چې د نړۍ اسلامي هیوادونو استازي پکې ګډون کوي.
د پاکستان د پوهنې وزیر، خالد مقبول صدیقي د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې دې غونډې کې یې طالبانو ته د ګډون بلنه ورکړې.
افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد ته چې نجونې او میرمنې پکې ښوونځي او پوهنتون ته نه پریښودل کیږي.