د کډوالو نړیواله اداره: سیلابونو په لیبیا کې ۴۳زره کسان بېځایه کړي

د کډوالو نړیوالې ادارې د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۱ (وږې۳۰) وویل چې په لیبیا کې د سیلابونو له کبله، چې زرګونه کسان یې مړه کړل، شاوخوا ۴۳زره کسان بېځایه شوي‌ دي.

دا سیلابونه د لیبیا د «درنة» په ښار کې ووتل او د اوبو دوه بندونه یې ونړول چې دا هېواد یې له لویو ستونزو سره مخامخ کړی دی.

د لیبیا مقامات وايی چې د سیلابونو له کبله څه باندې ۱۱زره کسان مړه شوي او شاید د تلفاتو شمېر تر دې هم زیات وي. نړیوالې ادارې وایي چې شاوخوا ۱۰زره کسان لا هم ورک دي.

د کډوالو نړیوالې ادارې په یوې اعلامیې کې وویل: «د لیبیا په شمال ختیځ ۴۳۰۵۹ کسان بېځایه شوي دي.»

چارواکي وایی د «درنة» د ښار اوسېدونکي د څښاک پاکې اوبه، غذايي مواد او روغتیايي مرکزونه نلري او عاجله اړتیا ورته لري. دغلته خلکو مظاهرې وکړې او ویې ویل چې د چارواکو د ناغیړۍ له کبله تلفات زیات اوښتي.

په لیبیا کې یو څارنوال ویلي دي چې په سیلابونو کې د اوبو په ویجاړ شويو بندونو کې په ۱۹۹۰ کلونو کې چاودونه پیدا شوي و او له همدې کبله خلک حکومت په وظیفوي غفلت تورنوي.

مقامات وايي اوس په ښار کې مخابراتي او انټرنټي خدمتونه بیرته فعال شوي دي. چارواکي وایي د تخنیکي ستونزو له کبله دا خدمات درېدلي وو، خو منتقدین وایي چې مقاماتو قصدا دا هر څه بند کړي وو.

په طرابلس کې د لیبیا صدراعظم عبدالحمید محمد الدبیبه اعلان وکړ چې مخابراتي او انټرنټي خدمتونه بېرته عادي شوي دي.

د لیبیا په لویدیځ کې د الدبیبه حکومت، چې نړیوال یې په رسمیت پېژني، حاکم دی او په شرق کې د خلیفه حفتر واکمني ده.

د بخښنې نړیوال سازمان وویل چې مقامات باید د دغه هېواد په ختیځ کې ټول محدودیتونه لېرې کړي او ځپل شویو سیمو ته د مرستو په رسولو کې همکاري وکړي.

د بشري حقونو ډلې وايي چې د «درنة» په ښار کې منتقدین او اعتراض کوونکي نیول شوي دي او په ځپل شویو سیمو کې د مطبوعاتو فعالیتونه هم کنترول کېږي.

د لیبیا پخوانی ولسمشر معمر القذافي د ناټو په ملاتړ یو پاڅون کې په ۲۰۱۱ کال کې ووژل شو او له هغه وروسته د لیبیا اکثریت تاسیسات مخ په خرابېدو دي.

په لیبیا کې د امریکا سفارت وايي چې سفیر ریچارد نوردلند او په افریقا کې د متحدو ایالتونو د مرکزي قومندانۍ مشر مایکل لانګلي د پنجشنبې په ورځ د بنغازي ښار ته رسېدلي او ۱۳ ټنه مرسته یې هم ځانه سره انتقال کړې ده. د امریکا سفارت ویلی دي چې په مرستو کې کمپلې، صحي مواد او د سرپنا وسائیل شامل دي.