د خیبر پښتونخوا په مردان کې د افغان زده کوونکو لپاره د وړیا داخلې اعلان

په مردان کې د ولي خان پوهنتون

د خېبر پښتونخوا د مردان ولسوالۍ د تعلیم ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې په یاده ولسوالۍ کې میشت له افغان کډوالو نجونو او هلکانو څخه به له لسم څخه تر دولسم ټولګي پورې د داخلې فیسونه نه اخېستل کېږي.

د مارچ پر اتمه د مردان تعلیم ادارې مشر فرید خټک امریکا غږ ته وویل، د دوی ادارې پرېکړه کړې، هغه افغان ماشومان چې په دولتي ښوونځیو کې درس وايي، له لسم څخه تر دولسم ټولګي پورې به ترې دا داخلو فیسونه نه اخلي. دی وايي‌، چې یوازې د لسم ټولګي کلنی فیس یې درې زره کالدارې کیږي.

نوموړی وايي، په دې ایالت کې د افغان کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې د کډوالو په کېمپونو او دولتي ښوونځيو کې شپېته زره ماشومان زده کړې کوي، خو وړیا داخلې به یوازې د مردان په دولتي ښوونځیو کې افغان زده کوونکو ته ورکول کېږي.

د مردان تعلیم ادارې د مشر په دې اعلان په یاده ولسوالۍ کې یو افغان زده کوونکي غلام نبي خوښي څرګنده کړې ده. له امریکا غږ سره په خبرو کې نوموړی وویل، وړیا داخلې د ده غوندې له ګڼو نورو افغان سره د ستاینې وړ مرسته ده چې خپلې زده کړې پرمخ یوسي.

د جلاله د افغان کېمپ د ښوونځي معلم سیدولي امریکا غږ ته وویل، د مردان د تعلیم ادارې (بورډ) دا ډېره ښه پرېکړه ده چې وړیا داخلې به ورکوي له دې سره به هغه افغان ماشومان خپلې زده کړو ته دوام ورکړي چې له غریبۍ به ترې درس پاتې کیدو.