منځني ختیځ کې د کړکېچ ډېرېدو اندېښنې؛ د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایران ته تللی

د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن صفدي یکشنبه اګست څلورمه ( زمري ۱۴) داسې مهال ایران ته تللی چې په تهران کې تیره اوونۍ د حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه تر وژل کیدو وروسته په منځني ختیځ کې د پراخې جګړې پیل کیدو ویرې پیدا شویدي.

د ایرنا رسمي خبري اژانس په یو راپور کې ویلي چې د اردن د بهرنیو چارو وزیر د ایران د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر علي باقري او نوي ټاکل شوي جمهور رئیس مسعود پزشکیان سره کتلي دي.

د راپور له مخې پزشکیان صفدي ته ویلي چي په تهران کې د اسماعیل هنیه وژل د اسرائیل لخوا "جدي او رډ" برید و او یو ځل بیا یې هوډ څرګند کړی چې غچ به یې اخلي.

د ایران تر څنګ په سیمې کې ددې هیواد ګوډاګیو ځواکونو هم د حماس د سیاسي مشر د قتل بدل اخیستو هوډ څرګند کړی چې له کبله یې متحده ایالاتو په منځني ختیځ کې د خپلو نظامیانو د خوندیتوب او د اسرائیل د دفاع لپاره سیمې ته نوې جنګي کښتۍ او الوتکې استولي دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا وايي چې په منځني ختیځ کې د متحدو ایالتونو ورستي اقدامات، چې په کې له لبنان څخه امریکايي اتباعو ته د وتلو سپارښتنه او منځني ختیځ ته د نورو امریکايي ځواکونو استول شامل دي، دفاعي او د پېښو د مخنیوي اقدامات دي.

سره له دې چې تر دې دمه ایران ته د اردن د بهرنیو چارو وزیر د سفر ټول جزیات نه دي په ډاګه شوي خو د اردن د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې صفدي به په دې سفر کې د ایران جمهور رئیس ته د اردن د جمهور رئیس باچا عبدالله پیغام ورسوي او د سیمې د وضعیت او دوو اړخیزو اړیکو په هکله وغږیږي.

د صفدي تر سفر وړاندې په عمان کې شاهي محکمې ویلي وو چې د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل مکرون د اردن باچا عبدالله سره په ټیلیفون کې خبرې کړي او په سیمې کې د خطرناک وضعیت په هکله یې ورته خبر ورکړی.

د اردن د حکومت په اعلامیې کې ویل شوي چې باچا عبدالله په دې خبرو کې د جګړې د ډېرېدو مخنیوي او امنیت لپاره د نړیوالې ټولنې د مداخلې غوښتنه کړې.

په تهران کې د اسماعیل هنیه تر وژل کیدو وروسته ایراني چارواکو د اردن، مصر، عمان او قطر په ګډون د ګڼ شمیر هیوادونو مشرانو سره خبرې کړي دي.

د دې خبرو جزیات نه دي په ډاګه شوي خو د ښاغلي هنیه تر وژل کیدو وروسته ایران څو ځله ټینګار کړی چې د اسرائیل پر ضد به اقدام کوي.

ها خوا بیا د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتنیاهو ویلي چې هیواد یې په " په لوړه کچه تیار سی" لری او د هر ډول دفاعي او تعرضي سناریوګانو لپاره چمتو دی.