جیمز ډېوېډ ونس، د جمهوري غوښتونکي ګوند په ټاکنیز ټکټ کې د ډونالډ ټرمپ مرستیال، د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په سیالۍ کې د ټرمپ له بریا وروسته، اوس د امریکا د اجرائیه قوې دویم مقام شو.
نوموړي د روان میلادي کال د جولای په ۱۷مه نېټه، د جمهوري غوښتونکي ګوند په ملي کنوانسیون کې په رسمي توګه د ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز ټکټ د مرستیال دنده ومنله.
ونس نږدې دوه کاله مخکې د امریکا سنا مجلس ته لار پیدا کړه، هغه په بهرني سیاست کې لږه تجربه لري.
نوموړی د امریکا د ییل پوهنتون د حقوقو څانګې څخه فارغ شوی دی او تر دې مخکې یې د امریکا د ځانګړو ځواکونو د غړي په توګه په عراق کې دنده ترسره کړې ده.
ونس ویلي، چې متحده ایالات په یو وخت کې د اوکراین او منځني ختیځ ملاتړ نه شي کولای او باید د ختیځې اسیا احتمالي حالاتو ته چمتو وي.
هغه په سنا مجلس کې داسې قانون وړاندې کړی چې د چین لاسرسی د امریکا مالي بازارونو ته محدودوي او د امریکا د لوړو زده کړو بنسټونه د چین له نفوذ څخه خوندي ساتي.
د جمهوري غوښتونکي ګوند د ملي کنوانسیون په درېیمه شپه، ونس د خپل ټاکنیز کمپاین او شخصي ژوند په اړه خبرې وکړې.
جیمز ډېوېډ ونس په ۱۹۸۴ کال کې د امریکا د اوهایو ایالت په میډلټون ښار کې زېږېدلی. هغه د خپلې نیا تر سرپرستۍ لاندې په یو کارګرۍ چاپیریال او د کورني بېثباتۍ او ستونزو په منځ کې لوی شوی دی.
خو د ژوند د سختیو او د مور او پلار د جلا کېدو سربېره، هغه په ښوونځي کې بریالی و او نیا یې تل هغه د زده کړو دوام ته هڅاوه.
له لېسې څخه تر فراغت وروسته، ونس د امریکا سمندري ځواک سره یوځای شو او په عراق کې یې خدمت وکړ. دغه تجربه د هغه لیدلوری پراخ او پیاوړی کړ.
وروسته له هغه ونس له اوهایو ایالتي پوهنتون او د ییل د حقوقو پوهنځي څخه فارغ شو، په ییل پوهنتون کې یې ښوونکې، ایمي چوا، نوموړی وهڅاوه چې د خپل ماشوموالي په تجربو لیکنه وکړي. د همدې هڅونې په پایله کې یې د "هیلبیلي مرثیې" په نوم کتاب ولیکه، هغه کتاب چې ډېر وپلورل شو او ونس ته یې ملي شهرت ور وباښه.
جیمز ډېوېډ ونس د خپلو محافظهکارو نظریاتو له امله، په ځانګړي ډول د چین، اقتصادي سیاستونو او د امریکا ملي امنیت په برخو کې پېژندل شوی شخصیت دی. هغه د کارګرۍ طبقې یو ټینګ ملاتړ کوونکی دی او اکثره وختونه د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو په اړه خبرې کوي چې د امریکا کليوالي او وروسته پاتې ټولنې یې تر اغېز لاندې راوستي دي.