غزې کې د اسرائیل په تازه هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شوي

پداسې حال کې چې د حماس استازي د مصر پایتخت قاهرې ته د اوربند په هکله د خبرو لپاره روان شوي، په غزې کې د روغتیایي چارو مسؤلین وایي چې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شویدي.

د روغتیایي چارو مسؤلینو ویلي چې ۱۹ تنه د نصیرات په ښارګوټي کې په هوایي بریدونو کې وژل شوي چې د کډوالو کمپونه هم پکې شته دي او ۱۰ تنه نور فلسطینیان بیا د غزې په شمال کې د بیت الهیا په سیمې کې په یو کور باندې په هوایي برید کې وژل شویدي.

سره لدې چې د اسرائیل پوځ د جمعې ورځې هوایي بریدونو په هکله څه ندي ویلي خو تیره ورځ یې ویلي و چې د غزې په بیلا بیلو برخو کې یې د "ترهګرو ډلو" په مرکزونو بمبارۍ کړي.

په غزې کې د اسرائیل دا تازه هوایی بمبارۍ داسې مهال کیږي چې د حماس دوو چارواکو د رویټرز خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې ددې ډلې یو پلاوی به د مصري چارواکو سره د خبرو لپاره قاهرې ته د شنبې په ورځ ولاړ شي.

تر دې وړاندې متحده ایالاتو هم ویلي و چې د قطر، مصر و ترکیې سره په ګډه تازه هلې ځلې پیلوي چې په غزې کې د اوربند خبرې بیرته ژوندۍ شي.

په غزې کې د حماس پر ضد د اسرائیل حملې هغه وخت پیل شوي چې د حماس وسله والو د تیر کال اکټوبر میاشتې په سر کې د اسرائیل په جنوب کې بریدونه وکړل، نږدې ۱۲ سوه تنه یې ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

بل پلو بیا په غزې کې د اسرئیلي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۴۳۰ تنه وژل شوي چې د دې تړانګې عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې اکثریت یې میرمنې او ماشومان دي.

د حماس غورځنګ یو لوړ پوړي چارواکي د همدې تیرې چارشنبې په ورځ ویلي و چې په لبنان کې د اوربند د ټینګیدو وروسته حماس هم د غزې په تړانګه کې اوربند ته چمتو دی.

د حماس دغه چارواکي فرانس پرس اژانس ته وویل: "موږ په مصر، قطر او ترکیې کې منځګړو ته خبر ورکړی چې حماس د اوربند موافقېاو د بندیانو د تبادلې لپاره یوې جدي معاملې ته چمتو دی." هغه اسرائیل د اوربند د تړون په مخنیوي تورن کړ.