د اسرائیل پوځ وايي په غزه کې یې د حماس پوځي مشر په نښه کړی

د غزې د نړانګې په خان یونس کې د اسرائیلي ځواکونو په برید کې فلطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د اسرائیل د پوځ راډیو د شنبې په ورځ جولای ۱۳ (سرطان ۲۳) وویل چې پوځ یې د غزې د تړانګې د خان یونس په سیمه کې د حماس د پوځ مشر په نښه کړی دی.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې د اسرائیل د پوځ په برید کې لږ تر لږه ۲۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسرائیل د پوځ راډیو ویلي، دا لا څرګنده نه ده چې د حماس پوځي مشر محمد الضیف وژل شوی که نه. د اسرائیل پوځ دا هم ویلي چې د دغه رپوټ په اړه څېړنه کوي.

د غزې د روغتیا وزارت په یو بیان کې ویلي چې په خان یونس کې د ناصر روغتون ته ۲۰ جسدونه او ۹۰ ټپیان انتقال شوي دي. خو پدې بیان کې د نورو قربانیانو شمیر نه دی ذکر شوی چې نورو طبي تاسیساتو ته لیږدول شوي.

د حماس د رسنیو دفتر ویلي چې د اسرائیل په برید کې د ملکي بیړنیو خدماتو د غړو په ګډون لږترلږه ۱۰۰ کسان وژل شوي او ټپیان دي.

د حماس یو جګپوړي چارواکي دا نه ده تایید کړې چې ایا الضیف د برید په ځای کې حضور درلود که نه.

د حماس دغه چارواکي ابو ظهري د رویټرز اژانس ته وویل: "د اسرائیل تورونه بې بنسټه دي، او موخه یې دا ده چې وحشتناکه عامه قتل توجیه کړي. ټول شهیدان ملکي وګړي دي او هغه څه چې پیښ شول د نسل وژنې د جګړې وحشتناکه پراختیا ده چې د امریکا په ملاتړ او د نړۍ د چوپتیا په وجه روانه ده."

د اسرائیل د شمېرو له مخې، د حماس په مشرۍ اورپکو د اکتوبر په اوومه ددې هیواد په جنوب کې په یوه برید کې نژدې ۱۲۰۰ کسان ووژل او څه دپاسه ۲۵۰ تنه یې یرغمل کړل.

د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت وايي، اسرائیل د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزه باندې د غچ اخیستونکو بریدونو په ترڅ کې له ۳۸۰۰۰ څخه زیات فلسطینیان وژلي دي چې اکثر یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي دي.