اسرائیل وايي په غزه کې یې د حماس مشر یحیا سنوار وژلی دی

یحیا سنوار د اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته د حماس مشر ټاکل شوی و.

اسرائیل پنجشنبې اکتوبر ۱۷ (تلې ۲۶) تائید کړه چې د حماس د ډلې مشر یحیا سنورا یې په غزه کې د درې اورپکو په خلاف په عملیاتو کې وژلی دی.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاتز په یو بیان کې وویل: "د قتل عام کوونکی یحیا سنوار چې د اکتوبر اوومې د قتل عام او ظلمونو مسئول و، نن د اسرائیل د دفاعي ځواکونو لخوا ووژل شو."

سنوار چې پر اسرائیل باندې د حماس د اکتوبر د اوومې د برید طراح ګڼل کیږي، په تهران کې ددغه ډلې د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته د حماس مشر ټاکل شوی. د هنیه د وژنې پړه پر اسرائیل اچول شوې ده.

د حماس ډلې سمدستي په دې اړه څه ندي ویلي.

اسرائیل له دې وړاندې ویلي وو چې په هغو عملیاتو کې چې په غزه کې یې درې اورپکې په نښه کړي وو، د یحیا سنوار د وژل کېدو په اړه څېړنه کوي.

اسرائیل وویل داسې نښې نښانې نه لیدل کیږي چې په دغه ځای کې چې درې اورپکي وژل شوي، یرغمل کسان موجود وو.

د اورپکو له جسدونو سره پیسې، پیژندپاڼې او وسلې موندل شوي دي. د اسرائیل رسنیو خبر ورکړی، کو سرتیري چې له ترهګرو سره په جګړه کې ښکېل شوي، د سنوار د وژنې لپاره نه وو تللي او په دغه سیمه کې د هغه موجودیت په اړه یې استخباراتي معلومات هم نه لرل.

سنوار ۶۱ کلن وو او د غزې تړانګې په خان یونس کې د بې ځایه شویو په یو کمپ کې زېږېدلی و. په ۱۹۸۷ کې د حماس له رامنځته کېدو وروسته یې د له ډیر پخوا څخه ددغه ډلې غړیتوب درلود او وروسته یې د امنیتي برخې مشر شو چې ددې څانګې دنده د اسرائیل له استخباراتو څخه ددې ډلې ژغورل دي.

دا مطلب هم ولولئ یحیی سنوار د اسماعیل هنیه ځای ناستی وټاکل شو

بل خوا په شمالي غزه کې د عامې روغتیا چارواکو پنجشنبې وویل چې د یو ښوونځي پر ودانۍ چې بې ځایه شوي فلسطینیان پکې میشت وو، د اسرائیل په هوايي برید کې د پنځو ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي دي.

د اسرائیل پوځ وویل د جبلیه په سیمه کې په دغه ښوونځي کې راټول شوي په لسګونو د حماس او اسلامي جهاد وسله وال یې په نښه کړي دي. پوځ د څه باندې یوې اونۍ راهیسې په دغه سیمه کې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړي دي.

اسرائیل په مکرر ډول د بې ځایه شویو فلسطینیانو پر کمپونو او هغو ښوونځیو هوايي بریدونه کړي دي چې بې ځایه شویو کسانو پکې پناه اخیستې ده. اسرائیل ویلي په دغو دقیقو بریدونو کې اورپکي په نښه کیږي او هڅه کوې چې ملکي تلفات پېښ نشي. خو په ډیرو بریدونو کې ښځې او ماشومان هم وژل شوي دي.

بل خوا، د اسرائیل پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل چې په جنوبي لبنان کې یې د حزب الله یو قوماندان وژلی، او ددغه سیمې د البقاع په دره کې یې له خلکو غوښتي چې سیمه پرېږدي.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو ددغه قوماندان نوم حسین عواضه ښودلی او ویلي یې دي چې نوموړي د اسرائیل په لور د توغندیو په توغولو کې لاس درلود.

اسرائیل د لبنان په ګڼو سیمو کې د حزب الله مرکزونو ته څېرمه له خلکو غوښتي چې نورو سیمو ته ولاړ شي او معمولا په دغه سیمو باندې وروسته هوايي بریدونه شوي دي.