د اسرائيل پوځ وايي د ایران د برید ځواب ویلو ته چمتووالی نیسي

اسرتئیلي پوځیان د یو ایراني بالستیک میزایل ارزونه کوي چې تیره اونۍ ایران پر دې هیواد باندې توغلی و

د اسرائيل یو پوځي چارواکي د شنبې په ورځ‌ اکتوبر پنځم (تلې ۱۳) وویل چې پوځ یې پر اسرائيل باندې د ایران د توغندیو د برید ځواب ویلو ته چمتووالی نیسي.

دغه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي د فرانسې خبري اژانس ته وویل:‌ "د اسرائيل پوځ پر اسرائيل او اسرائیلي ملکي وګړو باندې د ایران بې‌ساري‌ او غیر قانوني برید ته د ځواب ویلو لپاره چمتووالی نیسي. "

هغه پر ایران د برید د څرنګوالي او کره وخت په اړه څه ونه‌ویل.

د هارټز په نوم د اسرائیل یوې ورځپاڼې د پوځ له قوله راپور ورکړی چې د اسرائيل ځواب به "د پام وړ" وي.

د هارټز په راپور کې راغلي:‌ "په دې اونۍ کې د تهران له خوا د توغندیو له برید وروسته د اسرائيل پوځ په ایران کې د پام وړ برید لپاره چمتووالی نیسي."

راپور زیاته کړې ده چې د اسرائيل پوځ پر ایران باندې له برید وروسته پر اسرائیل د ایران د بیا برید کولو احتمال نه دی رد کړی.

ایران د اکتوبر په لومړۍ پر اسرائيل باندې د شاوخوا ۲۰۰ توغندیو برید وکړ چې لویه برخه یې د اسرائيل د هوايي دفاعي سیستم له خوا شنډ شول خو یو شمېر یې پر پوځي مرکزونو ولګېدل چې لوی زیان او مر‌ګ‌ژوبله یې نه ده اړولې.

دا په تېرو شپږو میاشتو کې د ایران له خوا پر اسرائیل باندې د توغندیو دویم لوی برید دی چې ترسره کېږي.

ایران وویل چې دا برید یې د حزب‌الله د مشر حسن نصرالله د غچ د اخیستلو لپاره کړی چې د سپتمبر په ۲۷ د لبنان پر پایتخت بیروت باندې د اسرائیل په یو هوايي برید کې ووژل شو.

ایران د روان عیسوي‌ کال د جولای په ۳۱ هم د حماس ډلې د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په غبرګون کې پر اسرائیل باندې د توغندیو بریدونه وکړل.

ایران او د حماس ډله اسرائيل د هنیه په وژلو کې مسول ګڼي خو اسرائيل د هغه د وژلو په اړه تر اوسه څه نه دي‌ ویلي.