د لاس رسي وړ اتصالات

خامنه‌يي: ایران او متحدین یې له اسرائیل څخه نه په شا کیږي


د ایران مذهبي‌ مشر ایت الله علي خامنه‌يي
د ایران مذهبي‌ مشر ایت الله علي خامنه‌يي

د ایران مذهبي‌ مشر ایت الله علي خامنه‌يي د جمعې په ورځ اکتوبر څلورمه (تلې ۱۳) وویل ایران او په سیمه کې د تهران ملاتړې ډلې به د اسرائیل په وړاندې په شاتګ ونکړي.

خامنه‌يي دا څرګندونې په تهران کې د جمعې د لمانځه په خطبه کې په داسې حال کې کړي چې له دې څو ساعته وړاندې د لبنان په پایتخت بیروت کې د اسرائیل په یو برید کې، ویل شوي چې د ایران د ملاتړې حزب الله ډلې د وژل شوي مشر حسن نصرالله ځای ناستی په نښه شوی دی.

حسن نصرالله د تیرې جمعې په ورځ په یو هوايي برید کې ووژل شو.

په خپله وینا کې، خامنه‌يي پر اسرائیل باندې د ایران د سه شنبې د توغندیو برید ته په اشارې سره وویل: "څو شپې وړاندې زموږ د وسله والو ځواکونو په زړه پورې اقدام په بشپړه توګه قانوني او مشروع و."

د امریکا ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ایران برید ته د اسرائیل په ځواب کې ښايي د ایران د تېلو پر تاسیساتو برید هم شامل وي.

د بیروت په جنوب کې د ضاحیه سیمې اوسېدونکو او امنیتي سرچینو ویلي چې بیګا شپه اسرائیل پر دغه سیمه نور بریدونه کړي دي. اسرائیل په دغه سیمه کې چې د حزب الله یو قوي مرکز ګڼل کیږي، اوسېدونکو ته د تخلیې امر کړی و.

د اکسیوس رسنۍ خبریال بارک روید د دریو اسرائیلي چارواکو په حواله ویلي، په دغو هوايي بریدونو کې، د ځمکې لاندې په یو پټنځای کې، هاشم صفی الدین، چې ویل کیږي د حسن نصرالله ځای ناستی دی، په نښه شوی دی.

روید ویلي چې د صفي الدین د مرګ او ژوند په اړه معلومات نشته. په دې اړه حزب الله هم څه ندي ویلي او د اسرائیل پوځ یې په اړه د جزئیاتو له ورکولو څخه ډډه کړې ده.

د هاشم صفي الدین ورور سیدعبدالله صفي الدین په ایران کې د حزب الله استازی دی چې د خامنه‌يي په مشرۍ په تهران کې د جمعې د ورځې په لمانځه کې یې ګډون کړی و.

د جمعې د ورخې سهار وختي په بیروت کې عمومي هوايي ډګر ته څېرمه د سترو چاودنو خبر ورکړل شوی چې له کبله یې د ځايي اوسېدونکو په خبره، په خلکو کې وېره خپره شوې ده.

په داسې حال کې چې اسرائیل د ایران برید ته د غبرګون ښودلو لپاره پر ممکنو لارو چارو غور کوي، ولسمشر بایډن ویلي چې باور نه کوي چې په منځني ختیځ کې "پراخه جګړه" پیل شي.

متحده ایالاتو، اروپايي اتحادیې او نور متحدینو د اسرائیل او لبنان ترمنځ د ۲۱ ورځو اوربند غوښتنه کړې ده. بایډن وویل له اسرائیل سره ایران ته د غبرګون ښودلو پر ممکنو لارو خبرې کوي چې د ایران د نفتو پر تاسیساتو باندې بریدونه هم پکې شامل دي.

د بایډن دا څرګندونې په نړیواله کچه د تیلو په بیه کې د لوړوالي لامل شوي او د منځني ختیځ کړکېچ له سوداګرو سره وېره پیدا کړې چې ښايي په سوداګریزه راکړه ورکړه او انتقالاتو کې ګډوډي رامنځته شي.

خو د متحده ایالاتو ولسمشر زیاته کړې چې "نن ورځ هیڅ هم نه پیښیږي." بایډن وروسته ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له اسرائیل څخه یې غوښتي چې د ایران د تیلو پر تاسیساتو برید ونکړي، وویل چې هغه نه غواړي د مذاکراتو په اړه علني خبرې وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG