پر اسرائیل د حماس د برید او غزه کې د جګړې یو کال؛ نړیوالو بیلابیل غبرګونونه ښودلي

اسرائیل کې د اکتوبر اوومې د برید د قربانیانو یاد

د دوشنبې په ورځ اکتوبر اوومه (تلې ۱۶) په اسرائیل باندې د حماس د وسله والو د برید او ورسره په غزه کې د جګړې د پیل د یو کال د پوره کېدو سره په تل ابیب ښار کې د اکتوبر اوومې په برید کې د یرغمل شویو کسانو کورنیو او پلویانو د یو لاریون په ترڅ کې د خپلو عزیزانو د بیرته ستنیدو غوښتنه وکړه.

د اکتوبر اوومې برید چې د اسرائیلي مقاماتو په خبره، ۱۲۰۵ کسان پکې ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول، په اسرائیل کې ترټولو خونړی برید ګڼل شوی دی. ددغه برید په پایله کې په غزه کې جګړه ونښته چې اوس لبنان ته هم پراخه شوې ده.

د اووم اکتوبر د برید یو کال په داسې حال کې پوره کیږي چې اسرائیل لا هم په غزه کې جګړه کوي او د لبنان په شمال کې د حماس د متحد حزب الله ډلې په وړاندې په یوه نوې جګړه کې ښکیل شوی دی.

اسرائیل همدارنګه د ایران د تېرې اونۍ د توغندیو د برید د غچ اخیستلو لپاره تیاری نیسي چې له کبله یې په سیمه کې د پاخې جګړې رامنځته کېدو وېره زیاته شوې ده.

دا مطلب هم ولولئ د اسرائيل پوځ وايي د ایران د برید ځواب ویلو ته چمتووالی نیسي

حماس او ددې ډلې لبناني متحدینو ژمنه کړې چې جګړې ته به دوام ورکړي. فلسطیني وسله والو د اکتوبر اوومې برید ستایلی او حزب الله اسرائیل یو "سرطان" بللی چې باید "له منځه یوړل شي".

په تل ابیب کې د غونډې تنظیموونکې سولي لانیاډو وویل: "د اکتوبر په اوومه نیټه د وحشتناک قتل عام څخه یو کال وروسته، د هغې پېښې په یاد دې غونډې ته راتګ خورا دردوونکی دی."

نړیوال غبرګونونه

د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د حماس د برید قربانیانو ته د درناوي او د غزې په تړانګه کې د یو کال جګړې وروسته د فلسطین د خلکو سره د پیوستون ښودلو لپاره غونډې جوړې شوې دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خبرداری ورکړی چې اسرائیل به په غزه کې د "نسل وژنې" بیه پرېکړي.

اردوغان د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې لیکلي: "دا باید هیر نکړو چې اسرائیل به ژر یا وروسته د دې نسل وژنې قیمت ادا کړي چې له یو کال راهیسې یې ترسره کوي او لاهم دوام لري."

د بریتانیا صدراعظم کېیر سټارمر په یو بیان کې د تېر کال د اکتوبر اوومې د برید د قربانیانو یادونه کړې او د هغوی وژنه یې "ظالمانه" بللې ده.

په دې بیان کې سټارمر ویلي چې په بریتانیا کې د یهودیت ضد افکارو له زیاتېدو سره دغه هېواد ته پکار دي چې "په واضح ډول د یهودي ټولنې سره ودریږي او د یو هیواد په توګه متحد شي."

سټارمر همدارنګه په غزه او لبنان کې د سمدستي اوربند "او غزې ته د بشردوستانه مرستو د رسولو په لاره کې د ټولو خنډونو د لیرې کولو" غوښتنه هم بیا تکرار کړه.

د تېر یو کال جګړې په ترڅ کې د غزې تړانګې ډیره برخه په کنډوالو بدله شوې او د رامنځته شوي بشري ناورین له کبله شاوخوا ۲.۴ فلسطینیان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د دوشنبې په ورځ پر اسرائیل باندې د اکتوبر اوومې د حماس د برید قربانیانو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل. مکرون په ایکس کې په انګریزي ژبه په یو پوسټ کې لیکلي: "درد د یو کال وړاندې په څېر اوس هم تازه دی. دا زموږ او د اسرائیل د خلکو ګډ درد دی. د ټپي انسانیت درد دی."

هغه لیکلي: "موږ [د اکتوبر اوومې د برید] قربانیان، یرغمل شوي کسان او د هغوی سترګې په لار د کورنۍ ویرجن غړي نه هیروو. زه د هغوی په اړه فکر کوم."

ټاکل شوې وه چې د اکتوبر اوومې د یو کال پوره کېدو په مناسبت نن ماښام د استرالیا په ملبورن کې د هغه هېواد صدراعظم انتوني البانیز هم ګډون کړی و. په سیډني کې بیا د یوې غونډې ګډون کوونکو د شمعو او څراغونو په لګولو سره د فلسطینیانو سره پیوستون ښودلی دی.

د هند په پلازمینه نوي ډیلي کې د محصلینو یوې ډلې د "ازاد فلسطین" د غوښتنې لپاره لاریون کړی دی.

د جګړې دوام

د اسرائیل پوځ د دوشنبې په ورځ وویل چې لږ تر لږه څلور توغندي له غزې څخه د اسرائیل په لور توغول شوي دي. پوځ زیاته کړه چې "په ټوله غزه کې یې د حماس هدفونه او د ځمکې لاندې ترهګریزې زیربناوې په نښه کړي دي."

د اسرائیل پوځ ویلي چې د دوشنبې په ورځ په شمالي او مرکزي اسرائیل کې د خطر زنګونه وغږېدل. په دغه سیمه کې نږدې هره ورځ د لبنان او غزې له لورې راکټونه لګیږي.

د غزې په خان یونس کې د اکتوبر په اوومه د اطفائیې کارکوونکو د لګېدلي اور د وژلو هڅه کوي.

د حماس وسله والې څانګې په یو بیان کې ویلي چې د دوی وسله والو له غزې سره پولې ته څېرمه د "دښمنانو پر غونډه" راکټونه توغولي دي. حماس وروسته وویل چې تل ابیب یې هم په راکټونو ویشتلی دی.

د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرتزوګ په یو بیان کې ویلي چې نړۍ باید "د خپلو دښمنانو په وړاندې په جګړه کې د اسرائیل ملاتړ وکړي."

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې نیټې په سهار، حماس د اسرائیل د سرحدي سیمو په لور د زرګونو راکټونو په توغولو سره خپل برید پیل کړ.

په ورته وخت کې د حماس وسله والو د پولې په اوږدو کې برید وکړ او د پوځي اډو او د موسیقۍ د یو جشن په ګډون شاوخوا ۵۰ مختلفې سیمې یې په نښه کړې.

اورپکو په ډله ایزه توګه د جشن ګډون کوونکي ووژل او په کروندګرو ټولنو کې یې د کور په کور لټون پر مهال خلک په خلکو کورنو کې ووژل.

له دغه برید څو ساعته وروسته، اسرائیل د غزې پر تړانګې پوځي یرغل وکړ چې د تېر یو کال جګړې په ترڅ کې ددغې تړانګې ډیره برخه په کنډوالو بدله شوې او د رامنځته شوي بشري ناورین له کبله شاوخوا ۲.۴ فلسطینیان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.