د لاس رسي وړ اتصالات

په اروپا، افریقا او اسیا کې د فلسطین او اسرائیل په ملاتړ پراخ لاریونونه شوي


د اکتوبر په ۶مه، په سیدني کې د فلسطينیانو په پلوۍ لاریون
د اکتوبر په ۶مه، په سیدني کې د فلسطينیانو په پلوۍ لاریون

د حماس له خوا پر اسرائیل د تېر کال د اکتوبر د برید د کلیزې په مناسبت، په اروپا، شمالي افریقا او اسیا کې پراخ لاریونونه او یادغونډې شوې.

دغه لاریونونه او غونډې په لندن، برلین، پاریس او روم کې د شنبې ورځې له پراخو لاریونونو وروسته جوړې شوې وې. تمه کېږي چې ددغه لاریونونو لړۍ به د دوشنبې په ورځ، چې پر اسرائیل د حماس برید د کلیزې سره سمون لري، لا پسې پراخه شي.

د جرمني په برلین ښار کې د اسرائیل سلګونه پلویان د " براندنبورګ دروازې" سره پداسې حال کې راټول شوي وو چې له ځانه سره یې د اسرائیل بیرغونه او داسې شعارونه لیږدول چې پرې لیکل شوې وو : "غزه د حماس له ولکې آزاد کړئ" او "یرغمل شوي بیرته کور ته راولئ."

د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې، زرګونه کسان د یهوديانو په یوې یادغونډه کې راټول شوي وو. د یادې غونډې ویناوالو او هنرمندانو د تېر کال د اکتوبر د ۷مې نېټې د برید قربانیانو ته درناوی وړاندې کړ او له هغو کسانو څخه یې خپل ملاتړ اعلان

په لندن کې هم ورته غونډه ترسره شوه، چې زرګونه کسانو د "هاید پارک" په سیمه کې راټول شوي وو. د غونډې ګډونوالو چې د اسرائیل بیرغونه او د حماس په ولکه کې د یرغمل شويو کسانو عکسونه له ځانه سره لیږدول، د "یرغمل شوي کور ته راولئ" شعارونه یې ورکول. هغوی همدارنګه د حماس له ولکې د پاتې یرغمل شويو کسانو د ژر تر ژره آزادېدو غوښتنه هم وکړه.‌

د برازیل په پلازمینه برازیلیا کې هم د اسرائیل په ملاتړ څه باندې زرو کسانو لاریون وکړ. دغه لاریون د اسرائیل د سفیر او د برازیل د عیسوي پادریانو شورا په غوښتنه ترسره شوی و. لاریونوالو د برازیلیا د تلویزیون مرکزي دفتر مخې ته راټول شوي وو او له هغه ځای څخه یې د دولتي ودانیو تر واټونو پورې لاریون وکړ او د اکتوبر د ۷مې د قربانیانو لپاره یې دعا وکړه.

پراخ فلسطین پلوي لاریونونه

په ورته وخت کې، له پاکستان څخه نیولې تر مراکش پورې د فلسطین په ملاتړ هم پراخ لاریونونه ترسره شول. د مراکش په پلازمېنه رباط کې زرګونه کسانو د پارلمان مخې ته لاریون وکړ او له حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې له اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو په اړه د ۲۰۲۰ کال هوکړه لغوه کړي. دا لاریون د څو میاشتو په موده کې د مراکش په پلازمېنه کې تر ټولو لوی لاریون بلل شوی دی.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې، د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند په فلسطین پلوي لاریون کې زرګونه کسانو ګډون کړی وو. د دغه ګوند مشر، حافظ نعیم الرحمن، وویل: "دغه لاریون د دې لپاره دی چې نړۍ بیداره شي... ددغه لاریون موخه دا ده چې نړۍ ته وښيي چې امریکا له ترهګرو ملاتړ کوي. "

له دې وړاندې، په استرالیا کې هم زرګونو کسانو د فلسطین او لبنان په ملاتړ لاریونونه ترسره کړي وو. په ورته وخت کې، په ملبورن کې د اسرائیل پلویانو د حماس په بند کې د پاتې یرغمل شويو کسانو د انځورونو په پورته کولو سره د هغوی څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

د امنیتي ګواښونو په اړه خبرداری

د منځني ختیځ د کړکېچن وضعیت له امله، په ګڼو هېوادونو کې امنیتي ځواکونو په لویو ښارونو کې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي. همدارنګه، راپورونه ښيي چې ځینې مظاهرې ښايي په تاوتریخوالي واوړي یا په اروپا کې د نوو تروریستي بریدونو لپاره لاره هواره کړي.

په فرانسه کې د یکشنبې په ماښام د کورنیو چارو وزیر ځانګړې امنیتي ناسته جوړه کړه ترڅو "ترهګریز ګواښونه" وارزوي.

په ایټالیا کې، صدراعظمې جورجیا ملوني د شنبې ورځې له تاوتریخجن لاریون وروسته، چې په کې لسګونه پولیس او څلور مظاهره‌چیان ټپیان شوي، د ټپي شويو امنیتي‌ځواکونو څخه بشپړ ملاتړ څرګند کړ، خو په ورته وخت کې یې په دغو تاوتریخجن لاریونونو سخته نیوکه وکړه.

د جګړې د لا پراخېدو ویره

تېر کال د اکتوبر په ۷مه، د حماس وسله والو په ناڅاپي برید کې ۱۲۰۰ اسرائیلیان ووژل او ۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل، چې دې برید د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې د پیل لامل شو. د غزې د روغتیا وزارت په وینا، له هغې راهیسې په غزه کې تر ۴۱ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي چې له نیمایي څخه زیات یې ښځې او ماشومان دي.

بلخوا، نږدې ۱۰۰ اسرائیلي اتباع لا هم په غزه کې د حماس سره یرغمل دي، او ویل کېږي چې له دې ډلې لږ تر لږه ۷۰ کسان ژوندۍ دي.

دا پداسې حال کې دی چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د اسرائیل پر وړاندې د حماس د برید د کلیزې له را رسېدو سره، په سیمه کې د لا پراخېدونکو بریدونو ویره هم شته. دا اندېښنې ځکه زیاتې شوې دي، چې اسرائیل په وروستیو کې خپله پاملرنه حزب الله ته اړولې او د لبنان په جنوب کې یې د دغه ډلې پر وړاندې بریدونه ډېر کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG