د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو پر کمپ د اسرائیل برید په کلکه وغانده


 دغه هوايي برید په تېرو دوو لسیزو کې په لویدیځه غاړه کې تر ټولو خونړی برید ګڼل شوی دی.
دغه هوايي برید په تېرو دوو لسیزو کې په لویدیځه غاړه کې تر ټولو خونړی برید ګڼل شوی دی.

ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ، د اکتوبر څلورمه (تلې ۱۳مه)، په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د فلسطیني کډوالو پر کمپ د اسرائیل هوايي برید په کلکه وغانده او هغه یې "غیرقانوني" وباله. د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دې برید کې ۱۸ کسان وژل شوي دي.

د اسرائیل پوځ په یوې اعلامیې ویلي، چې د طولکرم د کډوالو پر کمپ په هوايي برید کې لږ تر لږه اووه کسان، چې په هغوی کې یو د حماس جګپوړی قوماندان او د اسلامي جهاد ډلې یو غړی شامل وو، وژل شوي دي. اعلامیې کې راغلي،‌چې دغه کسان د یو "ترهګریز برید" په پلان جوړولو بوخت وو.

دغه هوايي برید په تېرو دوو لسیزو کې په لویدیځه غاړه کې تر ټولو خونړی برید ګڼل شوی دی.

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر دغه برید په کلکه غندلی او هغه یې "غیرقانوني" بللی دی.

ددغه دفتر لخوا په یوې خبرپاڼې کې ویل شوي: "دا برید د اردن په لویدیځه غاړه کې د پوځي عملیاتو پر مهال د اسرائیلي امنیتي ځواکونو له لوري د ځواک د غیرقانوني استعمال یوه اندېښمنوونکې بیلګه ده، چې فلسطینیانو ته یې پراخ زیانونه رسولي دي. "

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي: "د بمبارۍ له لارې د داسې ودانۍ نړول چې خلک په کې موجود وي، د اسرائیل له لوري د ترسره شویو ژمنو په وړاندې ښکاره بې‌پروايي ښيي."

د دې برید د یو قرباني پلار ناصر خاریوش، د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل: "موږ هیله لرو چې ټول فلسطینیان سره یو موټی شي، ځکه چې موږ یو موخه او هدف لرو. "

طولکرم د فلسطیني کډوالو یو له هغو ښارونو او کمپونو څخه دی چې د اګست میاشتې په وروستیو کې په لویديځه غاړه کې د وسلوالو په وړاندې د اسرائیلي ځواکونو د پراخو پوځي عملیاتو هدف وګرځېد.

بلخوا، په لویدیځه غاړه کې تاوتریخوالی، د اکتوبر په اوومه نېټه د حماس له لوري د اسرائیل په جنوب کې د خونړي برید وروسته زور اخیستې دی.

اسرائیل په دې سیمه کې نه یوازې د مېشتو فلسطینیانو فعالیتونه محدود کړي، بلکې په پرله‌پسې توګه د وسلوالو په نوم پر ځینو اهدافو هم هوايي او ځکمني بریدونه کوي.

د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، چې په دې موده کې لږ تر لږه ۷۰۱ فلسطینیان د اسرائیلي پوځ او په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د مېشتو یهودي اوسېدونکو په بریدونو کې وژل شوي دي.

بلخوا اسرائیلي چارواکي وايي چې په همدې موده کې لږ تر لږه ۲۴ اسرائیلي وګړي، چې امنیتي ځواکونه هم په کې شامل دي، د فلسطیني وسلوالو په بریدونو کې وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي، چې د اسرائیل لخوا د پنجشنبې په ورځ د طولکرم د کډوالو پر کمپ برید، په داسې حال کې ترسره شوی چې په دغه سیمه کې "هیڅ ډول نښته یا شخړه" نه وه روانه.

دغه دفتر ویلي: "په هوايي برید کې نه یوازې په نښه شوې ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوه، بلکې شاوخوا کورونو ته هم زیان رسېدلی دی."

د دغه دفتر په وینا، امکان لري چې نور جسدونه هم د یادې ودانۍ تر کنډوالو لاندې پاتې وي او همدارنګه د چاودنې د پراخ اغېز له امله ښايي د هغوی موندل او پېژندل ستونزمن وي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر، فولکر ترک، تېره میاشت ویلي وو، چې د اسرائیل پراخ پوځي عملیات کله ناکله "په هغه کچه ترسره کېږي چې په تېرو دوو لسیزو کې یې ساری نه دی لیدل شوی. "

جرمني هم د جمعې په ورځ په طولکرم کې د اسرائیل هوايي برید له امله د لږ تر لږه ۱۸ کسانو وژل کېدل "خواشینونکې" وبلل.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د ایکس ټولنیزې شبکې په یوه پیغام کې لیکلي: "په طولکرم کې د اسرائیل په هوايي برید کې په لوړ شمېر د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله خواشینونکې ده."

پیغام کې دا هم ویل شوي، چې د اسرائیل پوځ مکلف دی له ترهګرۍ سره د مبارزې پرمهال، په تیره بیا په لویدیځه غاړه کې له ملکي وګړو څخه ساتنه وکړي.

اسرائیل له ۱۹۶۷ کال راهیسې د اردن لویدیځه غاړه اشغال کړې ده او ځواکونه یې پدغه سیمه کې په پرله پسې توګه د فلسطیني ټولنو په وړاندې بریدونه ترسره کوي.

خو اوسني بریدونه او د اسرائیلي چارواکو څرګندونې د وضعیت د کړکېچن کېدو ښکارندویي کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG