د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: اسرائیل دې په لویدیځه غاړه کې 'غیر قانوني وژنې' پای ته ورسوي


د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو عالي کمشنر ولکر ترک
د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو عالي کمشنر ولکر ترک

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو عالي کمشنر ولکر ترک د پنجشنبې په ورځ، ډسمبر ۲۸مه (مرغومی اوومه) وویل چې د فلسطین په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د بشري حقونو وضعیت په چټکۍ سره مخ په خرابیدو دی او له اسرائیل څخه یې وغوښتل چې د فلسطینيانو پر وړاندې "غیر قانوني وژنې" پای ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو په هغه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، د قانون د پلي کولو په موخه د ماموریتونو په بهیر کې د وسلو او پوځي تاکتیکونو د سمدستي بندیدو، د خپل سرو نیونو او د فلسطینیانو سره د ناوړه چال چلند د ختمولو او په ازاد تګ راتګ باندې د محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه شوې ده."

ښاغلي ترک وویل: "د قانون د پلي کولو په موخه د پوځي تاکتیکونو او وسلو کارول، په لویديځه غاړه کې د غیر ضروري یا غیر متناسب ځواک کارول او د فلسطینیانو د ځای پر ځای کولو لپاره په پراخه کچه د محدودیتونو وضع کول ډېر ځورونکي دي. "

هغه زیاته کړه:"‌د تاوتریخوالی او ځپلو شدت چې په کلونو کې بیساری دی، ډیر خواشینونکې دي."

د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې د اکتوبر له اوومې راهیسې په اشغال شوې لویدیځې غاړې او ختیځ بیت المقدس کې د بشري حقونو وضعیت ته کتنه شوې.

د اکتوبر په اوومې حماس په اسرائيل باندې بریدونه وکړل، اسرائيل مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه ووژل شول او حماس همداشان ۲۴۰ تنه نور یرغمل کړي، چې یو شمېر یې تبادله شوي دي.

په غزې کې د روغتیا مسئولین وایي د اسرائیل په بریدونو کې تر دې دمه تر ۲۱زره زیات کسان وژل شوي چې اکثریت یې ښځې اوماشومان دي.

د ملګرو ملتونو په یاد رپوټ کې د اکتوبر له اوومې څخه د نومبر تر ۲۰مې نېټې پورې په تفصیل سره په لوېدیځه غاړه کې د کډوالو پر کمپونو او نورو ګڼ مېشتو سیمو باندې د اسرائیل د هوايي او د ځمکنیو بریدونو زیاتوالي چې له امله یې یو زیات شمیر ملکي وګړي ټپي او وژل شوي دي‌ او همدارنګه عامه تاسیساتو ته پکې زیان رسیدلې دی،‌ مستند شوي‌ دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو عالي کمشنر ولکر ترک وویل، له اسرائیل څخه غواړي چې د فلسطینیانو پر وړاندې په لویدیځه غاړه کې د میشت اسرائیلي وګړو له خوا تاوتریخوالی د پای ته رسیدو لپاره اغیزمن ګامونه پورته کړي، د اسرائیلي امنیتي ځواکونو لخوا د تاوتریخوالي ټولې پیښې وڅیړي او د هر ډول زورزیاتي پر وړاندې د فلسطینيانو د خونديتوب څخه ډاډ ورکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي چې د اکتوبر له اوومې څخه د ډسمبر تر ٢٧مې پورې په اشغال شوې لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې د ۷۹ ماشومانو په ګډون د ۳۰۰ فلسطینیانو د وژل کېدو په اړه تحقیق کوي.

ښاغلی ولکر وویل چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې بیا د اکتوبر تر اوومې نېټې په لویديځه غاړه کې ۳۰۰ تنه فلسطینیان وژل شوي دي چې له ۲۰۰۵ کال راهیسې تر ټولو لوړه شمېره ده.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو عالي کمشنر له اسرائیل څخه غوښتی چې دغه ادارې ته اجازه ورکړي چې د اکتوبر د اوومې نېټې د بریدونو په اړه ورته راپور چمتو کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG