د لاس رسي وړ اتصالات

د جګړې تر پای ته رسیدو وروسته د غزې د کنټرول په اړه نظریات مختلف دي


د حماس ډلې پر ضد د اسرائیل پوځي عملیات د نږدې ۲۱ زره فلسطینیانو د وژل کېدو او په پراخه کچه ددغه سیمې د ویجاړېدو لامل شوې ده.
د حماس ډلې پر ضد د اسرائیل پوځي عملیات د نږدې ۲۱ زره فلسطینیانو د وژل کېدو او په پراخه کچه ددغه سیمې د ویجاړېدو لامل شوې ده.

د غزې په تړانګه کې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د جګړې د غځیدو او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په زیاتیدو سره د اوربند د ټینګښت لپاره د نړیوالې ټولنې غوښتنې ورځ تر بلې زیاتیږي. خو پدې منځ کې هغه څه چې لا هم روښانه نه دي، د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته د غزې د تړانګې او په هغه کې د دوو میلیونو څخه د زیاتو خلکو برخلیک او راتلونکی دی.

د فلسطین خپلواکې ادارې د غزې د چارو د سنبالښت لپاره چمتووالی ښودلی دی.

د فلسطین د ازادۍ بښونکې سازمان سرمنشي حسین الشیخ وویل: "دا د فلسطین د ازادۍ بښونکې سازمان او د فلسطین د خپلواکې ادارې حق دی چې غزې تړانګې ته ورشي. ایا زه موزمبیق ته ولاړ شم؟ زه خپل هیواد او خلکو ته ځم. هان که غزه ویجاړه شوي وي، بیارغونه یې زما مسؤولیت دی. خو دا کار باید په یوه جامع سیاسي چوکاټ کې د سیمې او نړۍ په ملاتړ ترسره شي."

د مصر د الازهر پوهنتون استاد مخمیر ابو سعده بیا وايي چې د جګړې تر پایته رسیدو وروسته د غزې تړانګې د راتلونکې په اړه د امریکا متحدو ایالتونو، اسرائیل، د سیمې د عربي هېوادونو او نړیوالې ټولنې تر منځ هیڅ راز اجماع نشته. هغه وویل: "تر اوسه معلومه نه ده چې د غزې تړانګه به څوک اداره کړي."

د امریکا ولسمشر جوبایډن بیا پدې اند دی، چې د غزې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د فلسطین خپلواکه اداره دې د غزې اداره په لاس کې واخلي،‌ خو د نظرپوښتنو له مخې له ۸۰ تر ۹۰ سلنه فلسطینیان د محمود عباس په مشری د فلسطین د خپلواکې ادارې سره مخالفت لري.

ډیری فلسطینیان د فلسطین خپلواکه اداره چې اوسمهال د لویدیځې غاړې کنټرول په لاس کې لري، یوه فاسده او بې ګټې اداره ګڼي او د دوی په اند، دغه اداره د غزې د ادارې او کنټرول وړتیا نلري.

فلسطيني کارپوهان وايي، چې د وروستي پارلماني ټاکنو ۱۷ کاله وروسته، فلسطينيان بايد يو وړ مشر وټاکي چې د دوی د یوموټي کولو وړتیا او توان ولري.

د کړکیچ د نړیوالې ډلې کارپوه تهاني مصطفی وايي: "نړیواله ټولنه بیا د یوې داسې ادارې په لټه کې ده چې د حکومتولۍ جوګه وي. د بیلګې په توګه، روغتیايي او تعلیمي خدمات وړاندې کړي. خو دا کار یو مهم اصل له پامه غورځوي او هغه دا چې؛ فلسطینیان مشروع رهبران غواړي او ورته اړتیا لري. دوی دداسې مشرانو غوښتونکي دي چې په ډپلوماتیکو ډګرونو کې د دوی غږ پورته کړي."

خو بلخوا اسرائيل وايي چې د فلسطين خپلواکه اداره نشي کولای د غزې په راتلونکي کې ونډه ولري. د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ټینګار کړی، چې نه حماس او نه هم د فلسطین خپلواکه اداره به د غزې په راتلونکي کې ونډه ولري.

خو نتنیاهو تر اوسه د غزې د راتلونکي لپاره کومه طرحه نه ده وړاندې کړی او دا هم نه ده جوته چې څوک به دې غزې اداره او د بیارغونې د چارو مسؤولیت پر غاړه واخلي.

د جګړې دوام او د اوربند لپاره هڅې

ددې څرګندونو سره سره، په غزه کې جګړه لا دوام لري. د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ په خان یونس کې د الامل روغتون ته څېرمه د اسرائیل په هوايي برید کې لږ تر لږه ۲۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسوشېټېډ پرس خبري‌ اژانس د خبر په حواله، د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې کله چې د حماس ډلې پر اسرائیل ناڅاپي برید ترسره کړ،‌ تر دې دمه د اسرائیل په غچ اخیستونکې بریدونو کې له ۲۱ زره څخه زیات فلسطینیان وژل شوي دي.‌

د روغتیا د نړیوال سازمان یوه چارواکي شان کیسي وویل، چې په غزه کې د اسرائیل د بمباریو له امله نږدې ټول روغتونونه له فعالیته پاته شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې په په غزه کې د وینو ویاله روانه ده.

له بلې خوا مصر په دې وروستیو کې د سولې یو درې اړخیزه طرحه وړاندې کړې چې که چیرې د دواړو ښکیلو لورو لخوا ومنل شي؛ د ۴۰ اسرائیلي یرغمل شویو په خلاصون سره به د دوو اونیو لپاره اوربند ټینګ شي.

د دغه طرحې دویم ګام د ټولټاکنو د ترسره کولو لپاره د یو تکنوکرات فلسطیني حکومت جوړول دي او وروستی ګام د ټولو اسرائیلي یرغمل شویو او د ټولو فلسطیني بندیانو خوشې کول او همدارانګه له غزې څخه د اسرائیل بشپړ وتل دي.

د مصر لخوا د سولې په یاد وړاندیز کې د حماس ډلې د له منځه وړلو په اړه بحث نه دی شوی؛ هغه څه چې د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو ته به د منلو وړ نه وي. ځينې اسرائيلي کارپوهان وايي چې د حماس له منځه وړل يو غير ناشونې کار دی.

د تل ابیب پوهنتون استاد مایکل میلستین وویل:"حماس تر ټولو لومړی یوه مفکوره بیا یو سازمان دی او دغه ډله له منځه تللای نشی. هان که د حماس زرګونه ترهګر او د دې ډلې سیاسي مشران په جګړه کې ووژل شي، خو دغه ډله په غزه او نورو سیمو لکه لویدیځه غاړه کې به بیا هم زرګونه پلویان ولري."

د فلسطینیانو د مرګ ژوبلې د زیاتوالي او د اوربند لپاره په پرله پسې توګه د نړیوالو غوښتنو سره سره، د اسرائیل لوی درستیز هیرتسي هلوي خبرداری ورکړ چې په غزه کې روانه جګړه به ښايي تر میاشتو پورې دوام وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG