اسرائیل د حماس د ډلې د مخکني مرستیال دوه خویندې ونیولې

د اسرائیل پوځ ویلي چې د العاروي دوه خویندې یې د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې توقیف کړي دي

د اسرائيل پوځ او فلسطيني سرچينو نن د جنورۍ په ۱۴ (مرغومي ٢٤) وويل، چې اسرائيلي ځواکونو د حماس ډلې د دويم لوړپوړي غړي صالح العاروري دوه خويندې نيولې دي.

العاروري د روانې میاشتې په پیل کې په لبنان کې په یو برید کې چې اسرائیل ته منسوب شوی، ووژل شو.

د اسرائیل پوځ نن د جزیاتو له ورکولو پرته وویل چې دا دوه خویندې یې د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې وروسته له هغه ونیولې چې "د اسرائیل پر ضد يې ترهګري هڅوله".

د صالح العاروري د خور میړه انور العاروري ویلي، چې دغه دوه ښځې او د هغوی د کورنۍ څو نور غړي یې په "اداري توقیف" کې ساتل شوي، پدې معنی چې هغوی پرته له کوم رسمي تور او محاکمې څخه به تر نامعلومې مودې پورې په توقیف کې پاتې شي.

د فلسطيني بنديانو د کلب ډلې ويلي، چې ۵۲ کلنه دلال العاروري او ۴۷ کلنه فاطمه العاروري د رام الله ښار په دوو بېلابېلو ځایونو کې نيول شوي دي.

دغه کلب ویلي چې د حماس او اسرائیل تر منځ د جګړې له پیل راهیسې د اردن سیند له لویدیځې غاړې څخه ۵۸۷۵ فلسطینیان نیول شوي او ۱۹۷۰ یې په اداري توقیف کې دي.

اسرائیل وايي، اداري توقیف چارواکو ته وخت ورکوي چې د مشکوک نیول شویو کسانو په اړه نور شواهد راټول کړي او په عین وخت کې یې هدف د بریدونو مخه نیول هم دي.

د اسرائیل پوځ العاروري پر اسرائیل باندې د حماس د اکتوبر د اوومې نیټې په برید کې په لاس لرلو تورن کړی، هغه برید چې د اسرائیلي چارواکو په وینا ۱۱۴۰ تنه په کې ووژل شول.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت ویلي دي چې په تیرو سلو ورځو کې د اسرائیل د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۲۳۹۶۸ تنه وژل شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې بهیر کې ۶۰۵۸۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

اسرائیل د ۱۹۶۷ کال په شپږ ورځنۍ جګړه کې د اردن سیند لویدیځه څنډه اشغال کړه، هغه سیمه چې اوس ۴۹۰ زره اسرائیلیان په کې په هغو ځایونو کې مېشت دي چې د نړیوالو قوانینو له مخې غیر قانوني ګڼل کېږي. اسرائیل همداشان ختیځ بیت المقدس د دغه هېواد له خاورې سره ضمیمه کړی دی.