د متحده ایالاتو او عراق په ګډو عملیاتو کې ۱۵ داعش جنګیالي وژل شوي

عکس: ارشیف

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندې (سینټکام) ویلي‌ چې د عراق په لویدیځه دښته کې د امریکا او عراقي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د اسلامي‌ دولت (داعش) ډلې ۱۵ جنګیالي‌ وژل شوي او اوه امریکايي سرتیري ټپيان شوي‌ دي.

د فرانسې خبري اژانس د شنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږي لسم) راپور ورکړی چې دغه عملیات د پنجشنبې په ورځ شوي‌ او هدف یې د داعش ډلې د مشرانو په نښه کول و. سینټکام ویلي چې په عملیاتو کې ۱۵ داعشیان وژل شوي‌ او ملکي‌ وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.

د سینټکام د معلوماتو په اساس د داعش جنګیالي په وسلو، لاسي بمونو او چاودېدونکو توکو "ځانمرګو کمربندونو" سمبال و.

د یو دفاعي چارواکي‌ په وینا په دغو عملیاتو کې پنځه امریکايي سرتیري‌ ټپیان شوي دي او دوه نور د راپرېوتولو پېښو کې ټپیان شوي دي. دغه چارواکي ویلي چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه دی او دوه تنه یې د درملنې لپاره بهر ته انتقال شوي‌ دي.

د عراق استخباراتو ویلي چې له څه باندې دوه میاشتنیو بشري‌ او تخنیکي څارنو په نتیجه کې یې "څلور خوندي کورونه" تشخیص کړل چې د داعش جنیګالي په کې اوسیدل.

د دوی په وینا دغه شکمن کورونه لومړی د هوا له لارې په پرله پسې توګه وویشتل شول او وروسته له هیلیکوپټرو څخه کومانډو ځواکونه پلي شول.

د عراق استخباراتو زیاته کړې ده چې د وژل شویو کسانو عدلي معاینات روان دي او ښايي په کې د داعش مشران هم شامل وي.

د عراق پوځ په لرې پرتو دښتو او غرنیو سیمو کې په منظمه توګه د داعش د پټنځایونو پر ضد د عملیاتو اعلان کوي او دغه عملیات د متحده ایالاتو په مشرۍ د نظامي سلاکارانو د ایتلاف په ملاتړ ترسره کېږي. یاد ایتلاف یوه لسیزه وړاندې کله چې د داعش ځواک په اوج کې و په عراق او سوریې کې رامنځ ته شو.

متحده ایالات دا مهال په عراق کې ۲۵۰۰ او په سوریې کې ۹۰۰ سرتیري لري چې د داعش ضد ایتلاف کې جنګېږي.