د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې د ۱۳۹ کسانو ډله ییز قبر موندل شوی


ویل کېږي چې ممکن دغه کسان د داعش ډلې وژلي وي
ویل کېږي چې ممکن دغه کسان د داعش ډلې وژلي وي

عراقي چارواکي وايي د دې هېواد په شمال کې یې له یو یو ډله‌ییز قبر څخه د ۱۳۹ کسانو د جسدونو پاتې برخې موندلي دي چې ښايي د اسلامي دولت ډلې (داعش) له خوا وژل شوي وي.

د فرانسې خبري اژانس د یکشنبې په ورځ جولای ۱۴ (سرطان ۲۴) د عراقي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دغه شمېر جسدونه د الو عنطار غار چې د عراق په شمال کې د موصل په ۷۰ کیلومترۍ کې د تلعفر په سیمه کې موقعیت لري او د داعش ډلې د جنګیالو له خوا په ډله‌ییز قبر بدل شوی و موندل شوي دي.

راپور کې راغلي‌ چې لا تر اوسه څرګنده شوې نه ده چې په دغې سیمه کې په کوم شمیر جسدونه ښخ شوي دي خو زیاتوي چې د نورو قربانیانو د موندلو پلټنې روانې دي.

په عراق کې د شهیدانو د بنسټ مشر دیا کریم وویل:‌"موږ د ۱۳۹ کسانو د جسدونو پاتې برخې او د انسانانو د بدن غړي راایستلي دي."

دا دولتي بنسټ په عراق کې د ډله‌ییزو قبرونو د موندنې او د جسدونو د پېژندنې دنده په غاړه لري.

کریم وویل چې په موندل شویو جسدونو کې ښځې او نارینه شامل دي او زیاته یې کړه د "شواهدو په اساس دغه قربانیان د داعش د واکمنۍ پورې اړه لري" او یا له هغې وړاندې مودې پورې چې القاعده پر سیمه واکمنه وه.

د کریم په وینا د شواهدو له مخې په قربانیانو کې یزیدیان، شیعه ترکمنان او د موصل امنیتي‌ پرسونل شامل دي چې داعش د خپل "خلافت" پایتخت باله.

د فرانسې خبري اژانس په خپل راپور کې ویلي چې داعش د سوریې او عراق په ځینو سیمو کې د خپلې واکمنۍ په اوج کې په وژنو او شکنجو سره په سیمه کې ژوند په دوزخ بدل کړی و او زیات ډله‌ییز قبرونه یې پر ځای پرېښودل.

راپور کې راغلي چې دغې ډلې د عراق په شمال کې د قومي او مذهبي اقلیت یزیدیانو په وړاندې د ډله‌ییزو وژنو او جنسي بردګۍ په ګډون تر ټول بد جنایتونه ترسره کړل.

د شهیدانو د بنسټ بل مسول احمد الاسدي وویل چې دغه قربانیان ښخ شوي نه دي بلکې په کنده کې اچول شوي دي.

هغه وویل: یو شمېر قربانیان په ډزو ویشتل شوي و، د ځینو مرۍ پرې شوې وې او یو شمېر جسدونه په کڅوړو کې اچول شوي و."

د الاسدي په وینا د یو شمېر جسدونو د تن له جامو څخه داسې انګیرل کېږي چې هغوی د یزیدیانو او ترکمنانو پورې اړه لري او یو شمېر نور په نارنجي رنګه جامو کې موندل شوي چې داعش به یرغمل شویو ته اغوستلې.

د الو عنطار له غار څخه ترلاسه شوي جسدونه عدلي طب ته وړل شوي ترڅو د DNA ازموینې په ترسره کولو یې هویتونه معلوم شي.

په دې سیمه کې د لومړي ځل لپاره وروسته له هغې ډله‌ییزو قبر وموندل شو چې عراقي ځواکونو په ۲۰۱۷ کال کې سیمه بېرته ونیوله خو د جسدونو د راایستلو کار د وران کال په مې میاشت کې پیل شو.

د ملګرو ملتونو د اټکل په اساس جهادي ډلو په سیمه کې له ۲۰۰ څخه زیات ډله‌ییز قبرونه جوړ کړي دي او ښايي‌ تر ۱۲۰۰۰ جسدونه په کې خاورو لاندې شوي وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG