د ایران د زعفرانو د پراختیا صندوق یو غړي محمد رضا اردیخاني وايی چې د دې هېواد د زعفرانو یوه عمده برخه په قاچاقي توګه افغانستان ته صادرېږي او باید مخه یې ونیول شي.
د ایران نیمه دولتي خبري اژانس مهر راپور ورکړی چې د دې هېواد د زعفرانو د صندوق دغه چارواکي دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ، فبروري نهم (سلواغې ۲۱) د ایران د زعفرانو د صادراتو او قاچاقو د ستونزو د ارزونې په غونډه کې کړې دي.
هغه وویل: "په خواشینۍ سره زموږ دا لوکس محصولات په خام ډول پلورل کېږي او صادریږي او زیاته برخه یې هم په قاچاقي توګه بهر ته ځي. د بېلګې په توګه افغانستان او هند د مشهد له بازار څخه ۵۰۰ کیلو ګرامه تر یو ټن پېري."
اردیخاني ادعا وکړه چې افغانستان هر کال تر ۲۰ ټنه زعفران تولیدوي خو ۹۰ ټنه زعفران بهرنیو هېوادونو ته صادروي.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې د دغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد تائيد کړې وه چې افغانستان د ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د څه باندې ۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۸۰ ټنه زعفران هند، اسپانیا، سعودي عربستان، امریکا، فرانسې، جرمني او بریتانیا ته صادر کړي دي.
اردیخاني وویل چې په ایران کې پر زعفرانو باندې د ۳۴ سلنې تعرفې لګولو له امله دغه کرهنیز محصول افغانستان ته قاچاق کېږي او له هغه ځای څخه له کومې تعرفې پرته د هند لوی مارکېټ ته صادرېږي.
هغه له ایران څخه د زعفرانو د قاچاق پر مخنیوی ټینګار وکړ او زیاته یې کړه تر هغې چې په غیر رسمي ډول د زعفرانو د صادراتو مخه ونه نیول شي له دې لارې به د ایران عواید چې دا مهال ۳۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي زیات نشي.
د ایران ترڅنګ افغانستان هم د زعفرانو لوی تولیدوونکی هېواد بلل کېږي او زعفران یې د ښه کیفیت درلودلو له امله نړیوال شهرت لري.
په افغانستان کې د زعفرانو کښت لومړی د دې هېواد په لویدیځ ولایت هرات کې نږدې دوه لسیزې وړاندې پیل شو او اوس په زیات شمېر ولایتونو کې کرل کیږي.
د رسمي معلوماتو له مخې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د ۲۱ ټنو څخه زیات زعفران تولید شوی و چې لویه برخه یې د هرات په ولایت کې و.
د افغانستان زعفران د ذایقې له پلوه نړیوال شهرت لري او په ۲۰۲۴ کال کې په بلجیم کې د ذایقې نړیوالې ادارې له خوا د افغانستان زعفران په یوه نړیواله سیالۍ کې په پرله پسې ډول د نهم ځل لپاره د نړۍ د کیفیت لرونکي زعفران په توګه اعلان شوي.
تر دې دمه د افغانستان د زعفرانو کاروبار کوونکو او د طالبانو حکومت د غه ایراني مقام د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.