د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په لومړي ځل یې ۲۳ ټنه د کندهار انار یې ددغه ولایت څخه قزاقستان ته صادر کړي دي چې دا بهیر به په راتلوونکي کې هم دوام ومومي.
دغه وزارت د دوشنبې په ورځ ناوخته اکتوبر۲۸ ( لړم اووم) ویلي چې د افغانستان دغه کرهڼیز حاصل د تورغونډۍ د بندر له لارې د قزاقستان پایتخت الماتا ته د ځمکې له لارې انتقال شوی.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې په دې وروستیو کې ددغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوي قزاقستان ته تللی او په دغه هیواد کې یې د افغانستان د داخلي تولیداتو یو درې ورځنی نندارتون هم پرانیستی و.
ددغه وزارت د معلوماتو پراساس دغه پلاوي د سفر پرمهال د افغان اوقزاقي سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لیږد رالیږد په برخه کې تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړي وو.
وزارت په اعلامیه کې ویلي: " د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هیواد د انارو د لومړنۍ جوپې د صادردېدو هرکلی کوي او د هیواد د خصوصي سکټور څخه ملاتړ ته په ژمنتیا سره نورو هیوادونو ته هم د هیواد د داخلي محصولاتو د صادراتو د زمینې د برابرولو لپاره هڅې کوي."
په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر ویلي چې په تیرو نهو میاشتو کې له افغانستان څخه د ۷۳۷ میلیون ډالرو په ارزښت کرهنیز محصولات بهرنیو هیوادونو ته صادر شوي دي.
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر د معلوماتو پراساس په دغو توکو کې انجه، پیاز، زعفران او رومي بادنجان شامل دي، چې تر ډیره ایران، پاکستان، هند، چین، ترکیه، جرمني او ځینو نورو هیوادونو ته صادر شوي دي. ددې دمخه د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي وو چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په شپږو میاشتو کې يې د ۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۷۷ ټنه زعفران او انجه بهرنیو هیوادونو ته صادره کړې ده.
همداشان په کابل د چین سفیر ویلي چې حکومت یې له افغانستان څخه دغه هیواد ته په صادراتي توکو باندې د ګمرکي محصول د معافیدو پریکړه کړي ده.
د چین سفیر جاو شینګ د اکتوبر۲۴ (لړم درېیم) د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د کتنې وروسته د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې هغه سره یې د دواړاخیزو اړیکو د پیاوړي کیدو په لارو چارو ګټورې خبرې کړي دي.
سفیر جاو شینګ ویلي: "چین به افغانستان ته د صفر د کچې د مالیې د اخیستلو د چلند د ۱۰۰ فیصده د تعرفې نه اخیستلود کړنلارې له مخې عمل وکړي".
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس ویلي چې د افغانستان په صادراتي توکو د ګمرکي تعرفې معافولو پریکړه باندې د روان ۲۰۲۴ کال به د ډسمبر له میاشتې وروسته عمل پیل شي.
د چین د بهرنیوچارو وزارت هم ویلي چې، د ګمرکي تعرفې د معافیدو بهیر به د روان ۲۰۲۴ کال د ډسمبر میاشتې څخه وروسته پیل شي او دا هېواد به د افغانستان پر صادراتي توګو ګمرکي تعرفه صفر کچې ته راټیټه کړي.
فورم \ دبحث خونه