د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور د استازو ترمنځ په استانه کې د دوو اړخیزو غونډې په پاې کې د سل میلیونو ډالرو څخه د زیاتو پیسو په ارزښت په مختلفو برخو کې قراردادونه لاسلیک شوي دي.
ددغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد د پنجشنبې په ورځ اګسټ درییم ( زمري ۱۲) رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې ویلي، چې ددغو قراردادونو د لاسلیک سربیره تیره ورځ په استانه کې د افغانستان د محصولاتو یو نندارتون هم پرانیستل شوی، چې په ۷۰ غرفو کې د دغه هیواد تولیدات په کې نندارې ته ایښودل شوي.
هغه وویل، چې وچې او تازه میوې، د ترکارۍ مختلف ډولونه،زعفران، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، قالینې،لاسي صنایع، خوراکي توکي او جوس په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
همداشان ښاغلي جواد په استانه کې د افغان – قزاق د سوداګرۍ د اتصال د غونډې د پرانیستلو په اړه هم خبریالانو ته معلومات استولي او ویلي دي، چې په دې غونډه کې، چې تیره ورځ پیل شوې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوي او هم د قزاقستان د حکومت د سوداګرۍ وزارت مرستیال ګډون کړی و.
استانه ته د طالبانو د حکومت په تللي پلاوي کې د خصوصي سکټور یو شمیر استازي هم شامل دي.
د دغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې د سوداګریز اتصال په غونډه کې د بانکدارۍ، ترانسپورټ او ترانزیټ، مخابراتو، انرژۍ، صادراتو او وارداتو د ادارو د ګډې خونې استازې او هم د خوراکي توکو، قالینو او لاسي صنایعو، کرهڼیزو محصولاتو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو او د ساختماني چارو استازو ګډون کړی دی.
په دغه اعلامیه کې ددې غونډې د جوړیدو هدف د دواړو خواو د شته ظرفیتونو څخه خبریتا، د دواړو هیوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې زیاتیدل، ستونزو او ګواښونو ته د حل لارو لټول او د دواړو هیوادونو د خصوصي سکټورونو د استازو ترمنځ همغږۍ زیاتیدل ښول شوی دی.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ویلي: " په دې هیله یو، د دواړو هیوادونو په ګټه به انشاالله ښه موافقې به ولرو، ددې لپاره د افغانستان زیات لومړني توکي د قزاقستان څخه برابریږي، غواړو، چې د ښه سوداګریزو اړیکو په اړه ښه همغږي ولرو او موافقې ولرو".
نورالدین عزیزي وویل، چې د دوی لپاره ترټولو مهم لومړیتوب د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګریز بیلانس کې انډول رامنځ ته کول او قزاقستان ته د افغانستان د صادراتو د کچې زیاتوالی دی.
فورم \ دبحث خونه