د ایران داخله وزیر: طالبان دې د هلمند سیند ۸۲۰ میلیون متر مکعب اوبه ایران ته ورکړي  

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د یکشنبې په ورځ جولای ۱۶مه (چنګاښ ۲۵مه) وویل چې د طالبانو حکومت د خپلو مسوولیتونوله مخې باید د هلمند له سیند څخه ۸۲۰ میلیونه متر مکعب اوبه ایران ته ورکړي.

د ایران د تسنیم خبری اژانس د رپوټ له مخې وحیدی د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د اوبو ستونزو ته په اشارې سره وویل: "وروسته له هغه د افغانستان واکمنانو په تېرو کلونو کې خپلې ژمنې پوره نه کړې او ۸۲۰ میلیونه متر مکعبه اوبه ایران ته ونه رسېدې، خلک له ستونزو سره مخ شول."

وحیدي په تهران کې په یوه غونډه کې اوبه او د هغې رسول یو "جدي لومړیتوب" او "لومړۍ درجه" موضوع وبلله او وویل چې دا مسله په ځانګړې توګه د ایران د حکومت د اجنډا په سر کې ده. هغه همداشان وویل: "هیله لرو ...د افغانستان مسولین خپلې ژمنې پوره کړي چې اوبه ایران ته ورسیږي."

په وروستیو څو میاشتو کې د هلمند سیند څخه د ایران د اوبو د حق مسله په یو جدي بحث اوښتې او د ولسمشر ابراهیم رئیسي په ګډون ایراني مقاماتو طالبانو ته د ګواښ په بڼه ددې مسئلې د حل غوښتنه کړې.

د وحیدي له څرګندونو سره جوخت د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان ویلي، چې تهران به د هلمند د سیند په اوبو کې د خپل حق د یوې زرې څخه هم تیر نشي.

محرابیان د یکشنبې په ورځ په تهران کې په یوې غونډې کې د هلمند د سیند په اوبو کې د ایران حقابې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "د اوبو د خوشې کولو په هکله له ډیرو مشورو سره سره تراوسه دغه موضوع نه ده حل شوې. حقابه د ایران قانوني حق دی چې له دې څخه به یو ګام هم شاته نشو او افغانستان یې باید ادا کړي."

تر دې مخکې د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد سفیر حسین کاظمي قمي، ویلي و چې د طالبانو حکومت د هلمند د سیند د اوبو د کچې د معلومولو لپاره سیمې ته د یو ایراني تخنیکي پلاوي له سفر سره موافقه کړې ده.

حسین کاظمي قمي د شنبې په ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۲۷) د ایران له صدا او سیما خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې د هلمند د سیند د اوبو د حث په اړه له طالبانو سره مذامرات ښه پرمخ ځي.

د ایران د سفیر په وینا، د افغانستان او ایران ترمنځ د ۱۳۵۱ کال د هلمند د اوبو د وېش د تړون د پنځمې فقرې پر بنسټ، د ایران تخنیکي ټیم کولای شي د هلمند د سیند د اوبو کچه له نږدې وڅاري. د دغه سند له مخې افغانستان باید د هلمند د سیند څخه په کال کې ۸۱۷ میلیونه متر مکعبه اوبه ایران ته ورکړي.

د طالبانو حکومت تل ویلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د ۱۳۵۱ کال هوکړې ته ژمن دی. خو په وروستیو کلونو کې د برېښنا او اوبو د څو بندونو د جوړېدو او د پرله پسې وچکالیو له امله د هلمند په سیند کې اوبه ډېرې کمې شوې دي.

د افغانستان پخواني حکومت ویلي، چې په تېرو څلورو لسیزو کې د جګړو او د افغانستان د اوبو د نه مدیریت له امله هر کال د هلمند د سیند څخه شاوخوا ۲،۵ میلیارد متر مکعبه اوبه چې د ۱۳۵۲ کال د معاهدې د ټاکل شوې حد درې برابره کیږي ایران ته بهیدلې دي.