د اسماعیل هنیه د جنازې د لمانځه امامت خامنه یي وکړ

د ایران مذهبي‌ مشر ایت الله خامنه يي‌ او اسماعیل هنیه

ایران نن پنجشنبه اګست لومړی (زمری ۱۱) د حماس د سیاسي دفتر د وژل شوي مشر اسماعیل هنیه جنازه کوي‌. ټاکل شوې هغه په دوحه کې خاورو ته وسپارل شي.

ایراني مقامات او حماس وايي چې اسماعیل هنیه او یو ساتونکی یې په تهران کې په یو برید کې وژل شوي. ایران د برید او د برید د ځای په اړه نور معلومات نه دي‌ ورکړي.

حماس په سیمه کې د ایران له ملاتړ برخمنه ډله ده.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي به د اسماعیل هنیه د جنازې د لمانځه امامت کوي. خامنه يي د دغه برید د قوي‌غچ اخیستو ګواښ کړی.

خامنه يي ویلي دي چې دا زموږ مسئولیت دی «چې د هغه د وینو غچ واخلو، ځکه چې هغه د ایران اسلامي جمهوریت په خاورې کې شهید» شوی دی.

د حماس مشر ایران ته تللی و چې د دغه هېواد د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې برخه واخلي.

د حماس د سیاسي دفتر غړي‌ موسی ابومرزوق د اسماعیل هنیه وژل کېدل تائید کړي‌ او ویلي دي‌ چې د «مشر اسماعیل هنیه ترور یو ډارن عمل دی او بې ځوابه به پاتې» نه شي.

د غچ اخیستو ګواښونو په سیمه کې د جګړې د ډېرېدو اندېښنه پارولې ده.

سره له دې چې د حماس د مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو پړه په اسرائیل اچول شوې، خو اسرائيل په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې. مګر دا یې منلې ده چې په لبنان کې یې د حزب الله یو مشر فواد شکر په یو برید کې وژلی دی، وايي دا برید یې د ګولان په لوړو کې د توغندیو د برید ځواب و، ۱۲ کسان په کې ووژل شول.

د ایران دولتي اژانس ارنا دا خبر هم ورکړی دی چې د ایران د پوځ یو مشاور میلاد بیدي‌ هم په بیروت کې په برید کې وژل شوی دی.

د اسرائيل صدراعظم تېره ورځ ناوخته په یوې تلویزوني ‌وینا کې په خپلو خبرو کې د اسماعیل هنیه وژلو ته مستقیمآ کومه اشاره ونه کړه خو ویې ویل چې اسرائيل په دې وروستیو ورځو کې« زموږ دښمنانو ته لوی ګوزارونه ورکړي» دي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي دي اسرائيل به ډېر ژر د «خپل ډارن او تروریستي‌ عمل عواقب» وویني.

نړیوالې ټولنې د ارامتیا غوښتنه کړې او ویلي دي‌ چې باید ټول تمرکز په غزې کې په اوربند باندې وي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي‌ انتونیو ګوتېرش ویلي‌ دي چې په ایران او لبنان کې بریدونه د «خطرناک تشدید» ښکارندوی دی.

نوموړي ویلي‌ دي چې باید ټولې هڅې په غزې کې «اوربند ته» او د حماس په برید کې د یرغمل شویو کسانو خوشې کېدو ته لاره هواره کړي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم ویلي دي‌ چې لا هم په غزې کې اوربند «لازمي» دی.

په همدې حال کې په ایران کې سلګونه کسان د فلسطین په څلور لارې کې راټول شوي وو او د حماس د مشر وژل کېدل یې غندلي. دوی همدغه راز د اسرائيل او امریکا په ضد هم شعارونه ورکول.

د اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته ایران د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د عاجلې غونډې غوښتنه وکړه، روسیې او چین هم د دغې غوښتنې ملا تړلې ده.

دا راپور د فرانس پرس د خبري اژانس د معلوماتو په اساس لیکل شوی.