ایران له بریتانیا، فرانسې او جرمني سره په خپل اتومي پروګرام خبرې کوي

تهران کې یوه ښځه د هغه دیوال ترڅنګ تیریږي چې د ایراني توغندیو عکسونه پرې کښل شوي دي. (د ارشیف عکس)

ایران وايي چې د اروپا له دریو هېوادونو فرانسې، جرمني او بریتانیا سره د خپل اتومي پروګرام په اړه خبرې کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د یکشنبې په ورځ نومبر ۲۴ (لیندۍ څلورمه) وویل چې د دغو دریو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د مرستیالانو ترمنځ خبرې به د راروانې جمعې په ورځ پیل کېږي. هغه د دغو خبرو په اړه نور معلومات ورنه کړل.

بقايي په یوې اعلامیې کې ويلي: «د فلسطین او لبنان په ګډون په یو شمېر سیمه ایزو او نړیوالو مسائیلو او همدغه راز د اتوم په مسئلې به بحث وشي.»

نوموړي وویل چې دا د هغو خبرو تسلسل دی چې په سپتمبر کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسبملۍ د عمومي‌ غونډې په مهال د دریو هېوادونو ترمنځ شوې وې.

د پنجشنبې په ورځ د اتومي انرژۍ د نړیوال سازمان یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې په کې د ایران کمه همکاري غندل شوې ده. منتقدین وايي ایران خپل اتومي پروګرام قوي کوي، خو تهران دا خبره ردوي.

په همدې حال کې، د اتومي انرژۍ د نړیوال سازمان رافایل ګروسي تازه له تهران څخه ګرځېدلی او ځينې پرمختګونه شوي دي.

د هغه د سفر په مهال تهران د خپلو حساسو اتومي زیرمو، چې ۶۰ سلنه خالص غني شوي، د محدود کولو په اړه د اتومي انرژۍ د نړیوال سازمان له غوښتنې سره موافقه کړې ده.

خو ایران د اتومي انرژۍ د نړیوال سازمان له پرېکړه لیک وروسته وویل چې «د نویو او پرمختللي سنټرفیوژونه لړۍ» پيلوي.

سنټرفیوژونه هغه یوریانیم، چې په ګازو بدل شوي وي، په ډېر چټک سرعت سره غني کوي.

د ایران د اتومي انرژۍ د سازمان ویاند بهروز کمالندوي د ایران دولتي تلویزون ته وویل: «موږ به د پرمختللیو ماشینونو په واسطه د غني سازۍ وړتیا پام وړ اندازې ته لوړه کړو.»

خو هغه زیاته کړه چې د «اتومي انرژۍ د نړیوال سازمان سره به خپله تخنیکي او حفاظتي همکاري روانه» ساتي.

په ۲۰۱۵ کال کې ایران د نړۍ له زبر ځواکونو سره د اتومي تړون لاسلیک کړ. د تړون په اساس، ایران به د خپلو یوریانیمو غني کول بندول او په بدل کې به پرې لګول شوي اقتصادي بندیزونه لېرې کېدل.

خو، په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ متحده ایالتونه له دغه تړون څخه واېست او په ایران باندې یې بیا اقتصادي‌ بندیزونه ولګول.

ایران له هغه وروسته وویل د تړون شرایطو ته ژمن نه دی، د اتومي انرژۍ له نړیوال سازمان سره یې روابط کم کړل او د څار هغه وسائیل یې هم غیر فعال کړل چې د ایران اتومي پروګرام یې څاره.